۲۰۲۵ :تېل ، ډالر خارج خو روسیه ، اسلام داخل !
اسوشیټیډ پریس او بی بی سی د امریکا د استخباراتی ټولنی د تازه راپور له مخی خبر ورکوي چی په نړۍ کی به تر ۲۰۲۵ پوری د تېلو او امریکایی ډالر اهمیت لږ سی او برعکس د روسیې او اسلام اهمیت به ډېر سی . د امریکا ملی استخباراتی شورا په هرو څلورو کالو کی یو ځل د نړۍ سیاسی- اقتصادی ارزونه وړاندی کوی چی په هغه کی د خپل تحلیل او شواهدو پر اساس مهم آینده تغییرات پیش بینی کوی . په هغه تازه راپور کی چی همدا نن دغی ټولنی خپور کړ ویل کیږی چی روسیه به منظم جرمونه پر سر واخلی او ښایی ماسکو د ختیځی یا مرکزی اروپا کوم هېواد هم لاندی کړی خو دا هېواد یې مشخص نه کړ . په افریقا او جنوبی آسیا کی به څو هېوادونه بې ثباته او د ګډوډیو سره مخامخ سی څو چی د رژېدو یا سقوط په غیږ به ورسی . اوبه ، خواړه او د انرژی منابع به د چاپیریال د بدلونونو له امله لږ سی څو چی شخړي به رامنځته کړی . پر فعلی نفوس به ۱٬۴ بلیونه نور هم ور زیات سی . شخړي او جنګونه به تر نن هم ډیر سی چی علت به یې د خوړو ، اوبو او د انرژی د منابعو لږوالی وی . القاعده به مهار او له طاقته ولویږی ځکه د هغوی قربانیان اکثریت په اسلامی هېوادو کی پخپله مسلمانان دي خو اسلام به ډېر تقویه سی خصوصأ ترکیه او اندونیزیا به مرکزی اسلامی هېوادونه سی خو ایران به هم یو لوی لوبغاړی وی . راپور وایی چی د امریکا نړیوال قدرت به لږ سی او امریکایان به په داخلی مشکلاتو کی لګیا وی . چین او هند به لوی قدرتونه سی . راپور وایی که ایران سیاسی او اقتصادی اصلاحات پیل کړی نو یو لوی طاقت به سی . راپور پیش بینی کوی چی ښایی « یاغی دولتونه » او تروریسټی ډلی اټومی وسلې هم تر لاسه کړی او نړۍ د لوی خطر سره مخامخ کړی چی نتیجه به یې جګړې او حملې وی . راپور زیاتوی چی امریکا به په ۲۰۲۵ کی بیا هم د نړۍ اول قدرت وی خو چین به ورته رانږدې سوی وی او هند او روسیه به ورپسې وی . دا ۱۲۵ مخیزه راپور همدا نن خپور سو چی امریکایی څېړونکي یې ډېر اندېښمن کړي دي .