د عشق تصویر

34 | نوومبر 22nd, 2008



راشه درته وښایم د دردونو تصویر
دبینوا زړګــــــــــي د ارمانونو تصویر
چې پرې تل ملامتیږم د شیخ له لاسه
دغمونو راکړل شوي جامونو تصویر
لوند مې شي ګریوان ځانته اوښکې تویومه
هره اوښکه کې مې د چا یادونو تصویر
دا د مجنون څیرې ګریوان د فرهاد د تندې
د بې ګناه یوسف د ځنځیرونو تصویر
زه(ولـــــــي) چې تر ابده مرید یم ورته
هغه زما د زنده ګی تصویرونو تصویر

Copyright Larawbar 2007-2024