د فرهنګ رياست د فرهنګيانو پرمخ خپلې دروازې وتړلې

54 | نوومبر 23rd, 2008


د فرهنګ رياست د فرهنګيانو پرمخ خپلې دروازې وتړلې
يو شمېر روڼ اندي ننګرهار له دې امله  د علم او ادب ځانګو بولي چې په خپله غېږ کې يې  د پښتو ژبې او ادب راڼه  ستوري روزلي  او هر يو يې  په خپل دور کې د پام وړ کارونه تر سره کړي دي، دغې سيمې تل د ادبي او فرهنګي ناستو  نغري تاوده ساتلي او ټولنې ته يې  ډيری ادبي څيرې ور پېژندلي ، دا که  نن سبا دلته  په بېلابېلو نومونو  له شمېره وتلې فرهنګي کړۍ او رسنۍ په دې برخه کې خپلې چارې مخته وړي، خو  د ځينو کتونکو په خبره د غه بنډارونه د پځوا په څېر ګړندي نه درومي او بيخي ټکني روان دي، شاوخوا يو کال وړاندې ځينو  ننګرهار مېشتو فرهنګيانو وپتېيله چې د افغان ادبي بهير په پله پل کېږدي او د ننګرهار ادبي بهير په نامه يو ناپېيلی ادبي بنډار جوړکړي، ياد ادبي بهير د خپلو اوونيزوغونډو لپاره په ننګرهار کې د کولتور رياست په دې موخه غوره کړ، چې د هېڅ ډلې ټپلې په واک  کې نه او يوازې ددولت ملکيت دی، ليکوال او شاعر ملوک رغون وايي چې دبهير په جوړېدو سره خوښ و او په لومړيو کې ښه پرمخ روان و، خو څو مياشتې وروسته بيا د کولتور رياست د بهيروالو پر مخ خپلې دروازې وتړلې او له فرهنګيانو يې  وغوښتل چې د ولايت نه ورته يو رسمي مکتوب راوړي،  رغون زياتوي چې څو مياشتې پرلپسې د دوی ناستې په ټپه ودرېدې او دا اونۍ چې د دويم پړاو د پرانستې لپاره ورته راغلل، نو د کولتور رياست بيا هم د تېر په څېر هماغسې د خپل تالار دروازې د دوی پر مخ تړلې وې
زلمی شاعر ارشاد رغاند چې د ننګرهار ادبي بهير غړی دی وايي کولتور رياست ر د خپلو شخصي ګتو لپاره د غونډو تالار  پرانيستی او يوازې موسسو ته پکې د غونډو کولو اجازه ورکوي، دی هم د هغه رسمي  مکتوب يادونه کوي، کوم چې د غونډې له پيل وړاندې  له ولايت نه د کولتور رياست ته راوړل کېږي.
د ننګرهار د کولتور ريس اورنګ صميم بيا د بهيروالو دا نيوکې پر ځای نه بولي چې وايي ده د هغوی پر مخ د خپل تالار دروازې تړلي، نوموړی وايی که پر ده دا خبره چا ثابته کړه چې د فرهنګيانو پر مخ يې د تالار دروازې تړلي، نو دی به د همغو خلکو تر مخه له  خپلې دندې استعفاورکړي، دده په وينا خپلو کارکوونکو ته يې دنده سپارلې چې له بهيروالو سره همکاري وکړي او دا ځکه چې دی د بهير شتون د خپلو کړنو يوه بېلګه ګڼي.
يو بل تن  ځوان شاعر بختيار احمد ساحل بيا د کولتور رياست په دې ګرموي چې د فرهنګ او ادب په برخه کې يې تر دا مهاله هېڅ د پام وړ  کار نه دی کړی، د ساحل په خبره دغې ادارې کوم داسې ګټور کار نه دی کړی چې دوی يې ستاينه وکړي او که هر کال د نارنج ګل مشاعره کوي، نو هغه هم يوه شخصي مشاعره وي  او پکې  يو شمېر قراردادي شاعران شعرونه اوروي.
د کولتور ريس د ساحل د خبرو په ځواب کې وايي چې ده وخت په وخت ننګرهار ورځپاڼه او مجله چاپ کړې او همداراز يې څو علمي سيمينارونه او غونډې جوړي کړي چې يو يې هم  په دې وروستيو کې د موسی شفيق په ياد جوړ شوی علمي سيمنار و، اورنګ صميم د سيمينارونو جوړېدل اسانه کار نه ګڼي او وايي چې په دغه راز علمي غونډو جوړلو کې ورسره د دولت او فرهنګ وزارت  هوکړه اړينه ده.                                                                                           
دليکوال اوشنونکي استاد محمد اصف صميم له انده  په ننګرهار کې د ادبي ناستو ټکنی بهيرڅو لاملونه لري، نوموړی  د فرهنګي بهير د ځنډېدا ستر لامل دا بولي چې دلته ليکوال او قلموال مسلکي ژمنه نه لري او نه هغه وګړي ژمن دي څوک چې د قلم چلوونکي پر کار اچوي،د استاد صميم په وينا د دوی فکرونه ګاڼه او ګرو شوي، نو له همدې امله يې فرهنګي ارزښتونو ته زيان اړولی او ورځ تر بلې ادبي هلې ځلې مخ په ځوړ راروانې دي.
استاد صميم په ننګرهار کې  دشړيدلي بهير د کوشېرېدو لپاره فرهنګيانو ته وړانديز کوي، چې  خپل شخصي غرضونه تر شا پرېږدي او ديو قوي احساس له مخې بايد د زړه له تله مټې راونغاړي او دځوان فرهنګي کهول روزنې ته کلکه ملا وتړي.
په ننګرهار کې د ادبي هڅو د ورو کېدو په اړه ليکوال او قلموال بېلابېلې انګېرنې لري، د ځينو له انده يې د فرهنګيانو تر منځ خپلمنځي ورانی ددې لامل شوی چې دغلته يې دغونډو جوړلو چارې په ټپه درولي دي، يو شمېر فرهنګيان بيا په دې باور دي چې قلموال په پيسو ګټلو ګرم راغلي او کيسو ګټلو  ته يې شا اړولې ده، ځيني يې بيا له دولت او کولتور رياست انګيري چې دوی په  خپله هم  څه نه کوي او نه په خپله اداره کې دنورو ادبي کړيو کړنو ته اجازه ورکوي، دغلته  په بېلابېلو نومونو  لسګونه ادبي او کولتوري ټولنې شته چې ځيني يې  يوازې د پسرلي په موسم کې پسرلنۍ غونډې جوړوي او  يو شمېر شاعران پکې د شعر په ژبه  دخپل  زړه تڼاکې ماتوي ، خو په ځينو ټولنو  بيا نيوکه داده چې فرهنګ ته يې هېڅ ګټه نه رسېږي او  يوازې يې دپروژو را ايستلو لپاره جوړې کړي دي
 نقيب احمد اتل                                                                                


 

Copyright Larawbar 2007-2024