ناټو : موږ او پاکستانی پوځ بهترینه همکاری لرو

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 23rd, 2008


رویټر د کابل څخه په خپل تازه راپور کی وایی چی ناټو د لومړي ځل لپاره دا اعتراف وکړ چی پاکستانی پوځ زموږ سره د طالبانو په ځپلو کی نن تر بل هر وخت بهترینه همکاری کوی . د ناټو قوماندان جنرال ریچرډ بلانشیټ وویل چی دغسی ګډی مرستی مخکی هیڅکله هم وجود نه درلود . ده زیاته کړه چی دا نه یوازی په عملیاتو کی د هغوی عملی کومک دی بلکی د ګډو پلانونو په جوړولو کی هم کومک راسره کوی چی دې کار موږ ډېر کامیاب کړی یو . جنرال برانشیټ ادامه ورکړه چی : پاکستانی پوځ د پولی پر هغه غاړه او موږ هم پر دغه خوا طالبان تر خپلو ګوزاریزو عملیاتو او ځپونکو حملو لاندی راولو او ستر تلفات ور اړوو . ده په کونړ کی د امریکایی پوځ او هغی خواته په باحوړ کی د پاکستانی پوځ عملی مرسته د بېلګې په توګه یاده کړه چی دغسی ګډه مرسته پخوا هیڅکله هم نه وه سوې .

Copyright Larawbar 2007-2024