ع.پکتياوال: زر بوتله شراب او تاريخ تېر خوراکي توکي نيول شوي

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008


د جنايي جرمونو سره د مبارزې مشر علي شا پکتياوال وايي نن يې په کابل کي  د ځانکړو عملياتو په تر څ کي يې نن ۱۰۰۰ بوتله شراب او زيات شمېر تر تاريخ تير خوراکي  توکي نيولي دي ، علي شا پکتياوال ژمنه وکړه چي ډير ژر به نيول شوي توکي د لوړ رتبه دولتي چارواکو او ولسي جرګې د غړو په وړاندي وسوځوي او مجرمين به يې قانون ته وسپاري . د يادوني وړ ده چي د جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې مشر عليشا پکتياوال تر دې وړاندي هم په ورته عملياتو کي پام وړ رول لوبولی دی او له دې امله د مرګ له ګواښونو سره لاس او ګرېوان سوی دی ، عليشا پکتياوال ددې ډول خدمتونو له امله د ولس پوره ملاتړ ترلاسه کړی دی  خو ويل کيږي چي د يو شمېر لوړ رتبه چارواکو له همدې امله نه يوازي ورسره جوړه نه ده ، بلکي هڅي کوي د کار په وړاندي يې خنډونه جوړ کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024