د يونسکوسازمان له خوا د کلتور وزير ته د وړتيا جايزه ورکړل شوه

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008



پرون د افغانستان دملي راديو تلويزون په تالار کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اطلاعاتو کلتور وزير ته د وړتيا جایزه ورکړل شوه . په دغه مراسمو کې د سفارتونو استازو سربیره یو شمیر دولتي چارواکو هم ونډه اخیستې وه .

غونډه د هېواد دوتلې قاري برکت الله سلیم لخوا د قران کریم د څو ایتونو پر تلاوت پيل شوه ورپسې  ملي سرود وغږول شو دغونډې په درېیمه برخه کې د اطلاعاتو کلتور وزير ښاغلي عبدالکريم خبرې وکړې او د افغانستان  په ځانګړې توګه دتاريخي اثارو پر ارزښت یې رڼا واچوله .

ښاغلي خرم په خپلو خبرو کې وویل ، چې  په هرات کې تر اوسه 250 قلمه لرغوني اثار ثبت شوي  او ترمیم شوي په 12ولسوالیو کې سروۍ شوې او 240 تاريخي اثار په دغو سیمو کې ثبت شوي .

په هرات کې د سعدیه مسجد ، چې لرغونی مسجد و او دتیموریانو دورې  سره تړاو لري په دې وروستیو کې ویجاړ شوي  همدارنګه ښاغلي خرم  په هرات کې د قبرونو د تیږو او شناختو دغلا ، د 120 تاريخي اثارو د غلا ، دخپلسريو کندنو ، دهرات د زوړ ښار د ویجاړولو خبر ورکړ  د ښاغلي خرم دهڅو له کبله هرات  دې ته کانديد شوې ، چې دنړیوالو تاريخي  اثار لړ ليک ته  ورزيات شي .

دغونډې په پای کې په کابل کې  دیونسيکو د استازي شیګر وآیوګي لخوا ښاغلي عبدالکریم خرم ته ( د هرات د لرغوني ښار دخونديتوب دنوښت ) د وړتیا جایزه ورکړل شوه

Copyright Larawbar 2007-2024