په کابل کی د « مرده باد » شعارونه !
رویټر په خپل تازه خبر کی وایی چی کله یو امریکایی پوځی ګاډی نن په کابل کی یو مینی بس موټر وواهه او ایسته یی وغورځاوه او یو سپرلی یی وواژه او څو نور یې زخمیان کړل ، نو خښمېدلو ښاریانو پر پولیسو ډبری و اورولې او د امریکا پر ضد یې سخت شعارونه ورکول . ښاریانو یو بل بهرنی قراردادی موټر را وګرځاوه خو ډریور د برتانوی پوځیانو لخوا وژغورل سو . خلکو شعارونه ورکول چی « مرده باد بوش ! ، او مرګ بر امریکا ! » یو بوډا سړي په ژړا سره وویل چی دغو ظالمانو زما زوی را وواژه . خلکو وژل سوی کس په ټکسی کی واچاوه او روغتون ته یې یووړ . ناټو وویل چی موږ به ګروېږنی پیل کړو چی دا يېښه ولی رامنځته سوه . خبر زیاتوی چی اوس په کابل کی هم خلک ورځ په ورځ د بهرنیو پوځیانو د شتون مخالف کیږی .