طالبانو نيول سوي خبريالان خوشي كړل
د طالبانو له خوا درې ورځي دمخه نيول سوي افغان ژورناليستان خوشي سول.
پژواك خبري آژانس د طالب وياند قاري يوسف احمدي له خولې خبر وركړ، چي دغه دواړه كسان د طالبانو د اجرائيه شورا د پرېكړي پر اساس خوشي سوي دي.
طالبانو تېره اونۍ د آزادۍ راډيو د زابل خبريال دوا خان مينه پال او د كندهار د سيمه ايزي (افغان آزادي) راډيو خبريال عزيزالله پوپل نيولي وه، چي نن يې بيرته خوشي كړي دي.
قاري يوسف احمدي وايي دوى يې وروسته له هغه خوشي كړل چي طالب جنګياليو ته په زبات ورسېده چي نوموړي كسان رښتيا ژورناليستان دي.
عزيزالله پوپل چي د آفغان آزادي راډيو خبريال دئ د لر او بر ويبپاڼي سره هم دوامداره همكاري كوي.