روسيې يوه قاره يي سټراتيژيکه توغندۍ و آزمويله
سعيد لودين
د روسيې د «نووسټي» خبري آژانس خبر ورکړ چې دغه هيواد په بري سره د توپول PC-12Mپه نامه يوه قاره وهونکې پرمختللې او سټراټيژیکه توغندۍ د استراخان په ايالت کې و ازمويله .
په روسيه کې د«توپول-ام» توغنديو مجموعه دواړه هم د تر مځکي لاندي اوهم په سيار ډوله موجود دي . د«توپول-ام» لومړنۍ تر مځکي لاندي دتوغنديو مجموعه په کال ۱۹۷۷ کې ددې هيواد په مسلحو قواو کې ځای پيداکړ او ددې مجموعې سياره برخه يې د ۲۰۰۶ په ډسامبر کې خپل پوځي ماموريت شروع کړ .
ددې توغنديو ځانګړې پياوړتيا په دې کې ده چې د هر بلي توغندۍ په نسبت يې دتوغولو موټر په ډېره چټکتيا سره عمل کوي .