کور / z_buitenland_news -- 5 / د صدام په اړه جوړ شوي فلم خلك غوسه كړي

د صدام په اړه جوړ شوي فلم خلك غوسه كړي

 


برتانوي  فلم جوړونکې الیکس هولمز  دبرتانیې او امریکایې ټلویزون  په مرسته د صدام حسین د ژوند کورنۍ  او په دولت کې له پوړو چارواکو سره دده چلند په اړه  فلم جوړ کړې ، فلم دوه برخې لري .
د فلم نوم دې ( دوو سیندوو تر منځ ) دا فلم د برتانیې او امریکا په ګډو هڅو جوړ شوی نږدې درې میلونه ډالر ه مصرف پرې ر اغلی  او د بي بي سي او او امریکايي کانال ایچ بي او ، او په تونس کې دسندباد په نوم د هنر ټولنې په ګډو هڅو تر سره شوې .
کره کتونکو په فلم کې د صدام حسین د ژوند کړه او وړه  ناسم بللي او دا یې د عربو سپکاوې بللې . په ځانګړې توګه د اسرائیلي لوبغاړي ایغال ناوور  ، چې په فلم کې د صدام حسین رول تر سره کوي تر نیوکو لاندې نیولي .  فلم په تیر او اوس کې د صدام حسین کړه اوړه انځوروي . ځینې پیښې یې د مرستیال ولسمشر طارق عزیز تر نیول کیدو پورې غځیږي . فلسطیني لوبغاړي مکرم خوري د طارق عزیز رول اداء کوي نوموړي په فلم کې هغه شیبې انځوروي  ، چې نوموړې به په کې غصه کیده او خندل به یې  د ډیرو پیښو په اړه دده دریځ هم انځور شوې  ، ځکه ، چې نوموړې د ډیر وخت له صدام سره پاتې شوی .
خوري وایې : زه په لومړي سر کې زه  د طارق عزیز له رول څخه ډاریده ځکه هغه اوس هم ژوندې دی دا شوني ده ، چې یو څوک د لوبغاړي  او اصلي کرکتر تر منځ پرتله وکړي . خو له ډیر ې مطالعې او زیار وروسته مې ځان قانع کړ ، چې اوس د طارق عزیز رول تر سره کولای شم …
نور لوبغاړي  :
۱- مشهوره ایراني الاصله امریکایې  لوبغاړۍ اغداسلو د صدام حسین دمیرمنې ساجده خیرالله رول تر سره کوي .
۲- مصری  لوبغاړی عمرو د صدام حسین د زوم حسین کامل رول تر سره کوي
۳- مغربي  لوبغاړي  سعید دعمایی د صدام حسین دناسکه ورور برزان التکریتی رول تر سره کوي
په فلم کې پنځه تونسي لوبغاړي  هشام ، رستم ، محمد او علی نهدی هم لیدل کیږي د مي په پیل کې د فلم یو څه برخې په تونس کې ډکې شوې .
تونسي لوبغاړي علی بنور وایې  : ده ځکه په فلم کې برخه وانه خیسته ، چې دغه ډول هنر پر عربو ملنډې وهل دي او دا دټولو عربو رنګه  بده وي . په فلم کې د ټولو کارکونکو شمیر  اویا تونسیان ، اتیا برتانویان او امریکایان  د دومره ډیرو کارکونکو په منځ یو عراقې هم نشته .