کور / شعر / پښتون احساس

پښتون احساس

د راليږونکي نوم : امير زمان مشکور
د راليږونکي برېښناليک پته :lamba_g2000@yahhoo.com
نېټه :2007-12-09
سرليک :د ځوان شاعر عادل اڅکزي”نظم”پښتون احساس


د ښاغلي عادل اڅکزي منظوم”نظم”



پښتون احساس
څو چي د م وي په قد م کي
په دې ګوتو او قلم کي
چي مي ساه راسره مله وي
مينه ستا راسره مله وي
ستا خد مت به په جار جوۍ کړم
ناخبره به په پوۍ کړم
ګراني موري پښتو ژبي
اې د ويښو زلمو ژبي
دا په دې په تا ګايېږم
دا په دې په تا پوهېږم
داپه دې ته مي قانون يې
مړاوؤ زړونو له پاڅون يې
د زرهاوؤ کلو يون يې
هر رقيب لره ازمون يې
* * *
ستا ژوندون د پښتون ژوند دی
ستا په مينه کي ډېر خوند دی
رنځ دي جوړ په خپل طبيب سه
هوسايي دي په نصيب سه
ګران وطن دي په برم کښېوزه
هر بد خواه دي په غم کښېوزه
ستا وجود زموږ بقا ده
د پښتون قام تمنا ده
تورو شپو لره رڼا يې
پښتني احساس مي پيايې
پښتون زړۀ ته مي لېلا يې
په نوم ښکلې پښتونخوا يې
په نوم ښکلې پښتونخوا يې


١٥ اپرېل ٢٠٠٧م کال
(کويټه)