اوباما او دراتلونکي کابينې په دننه کښي د شخړو وېره

د لراوبر اداره | دسمبر 4th, 2008


امريکايي ورځپاڼي، کريسچين ساينس مونيټور پخپله پرونۍ ګڼه کي  د بارک اوبا ما د کابينې د غړو سليقوي او نظرياتي اختلافو په اړه د يوه ګزارش په ترڅ کي ليکلي دي چي د اوباما دولت به په دننه کي د شخړو سره لاس اوګرېوان وي .

  ورځپاڼه ليکي چي  و اوباما ته به د څه کم دومياشتو په اوږدو کي د حکومت سخت کار    پيل سي .  په هغه وخت کي به دغه پوښتنه را پورته وي چي آيا اوباما به وکولای سي د خپل ټيم غړي اداره کړي که يا ؟

په دې ګزارش کي راغلي دي ،زياتره  هغه شخصيتونه چي د امريکا منتخب جمهور رئيس د خپلي کابينې د پاره ټاکلي دي هغه د پام وړ شخصيتونه دي او داسي خيال لري چي خپل ځانونه د آمر په حيث وويني نه د مادون . ګزارش زياتوي چي دا کار به حتمن د اوباما په کابينه کي شخړي را پورته کړي او د نظرياتو توپير او ټکر به ان و مطبوعاتو ته هم لاره پيداکړي . په دې لړ کي به اوباما    ښايي ونکړای سي څرنګه چي په خپل انتخاباتي کمپاين کي يې ځان او خپل ارزشونه معرفي کړی وه په دې شخړو کي و هغه ته تحقق ورکړي .

د امريکا د کلارمونټ په پوهنتون کي سياسي کارپوه جك مك‌پيټني وايي چي هيڅوک يوه ضعيفه او بېرندونکې ټيم نه غواړی خو د غټو  مهرو څخه پخپله  د صرت د سوهان  جوړيږي . دلته ده چي هرڅه په جمهور رئيس پوري اړه  پيداکوي چي آيا د کابينې د د ننه  ستونزي به مهار کړای سي او ټوله به د خپلو پريکړو و اجرا ته را وبللا سي که يا ؟

كريسچين ساينس مونيټور ليکي : اوباما د يوه ځوان اوبې تجربې جمهور رئيس په توګه د کيندلومشاورانو يوه ډله صرف د هغوی د لوړ اعتبار  په خاطر پر ځان راټوله کړېده نه په دې خاطر چي  وهغه ته به  د   وفاداره وي .

سياسي کارپوهان په دې باور دي چي د اوباما په کابينه دسرسخته رقيبانو او د جمهوري غوښتونکو شخصيتونو شتون او د هغوی څخه استفاده  به په  يقيني توګه و راتلونکي دولت ته سرخوږي پيداکړي  او د زياتو اختلافونو زېږېدونکي به وي . په دې مورد کي کېدای سي  و هيلاري کلينټن ته  چي په انتخاباتي سياليو کي د ديموکراټ ګوند لخوا د اوبا ما د رقيبي  په توګه هلي ځلي کولې، ګوته و نيول سي . نوموړې به د بهرني سياست په برخه کي ضرور  متفاوته چلند وکړي  چي د اوباما د نظر اوسليقې سره  بېله وي .!

د دغه سياسي کتونکو په باور دغه شاني کړه کولای سي د کابينې په دننه کي د همکارۍ پرځای يو ډول منفي انګېزې را پيداکړي چي اوباما به په دې و نه توانوي و خپلو انتخاباتي شعارو  ته ځان و رسوي . 

Copyright Larawbar 2007-2024