ايران، پاكستان او د افغانستان د تجزيې غوښتنې دوكتورين

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 6th, 2008


د ايران تاريخ ته لنډه كتنه :

ايران 650 كاله پخوا له ميلاد څخه د ماد د يوې شهزادګۍ او حرام نمكه زوم د كودتا او پاڅون په لړ كې منځته راغى. د ماد وروستي پاچا چې همدا يوه لور يې درلوده د ايران(پارس) يوه سيمه ييز خان زوى ته واده كړه. په دغه اړيكه د ماد امپراطور د خپلو خپلوانو له مخالفت او دسيسو سره مخ شو او په دې لړ كې كمزورى شو. د ماد امپراطور خپله لور او زوم له ايران څخه چې د نوموړي امپراطور له مستعمره و څخه و خپل دربار ته نږدې وغوښتل. شهزادګۍ او ايراني زوم په ګډه سره امپراطور له منځه يوړ او زوم خپل ځان امپراطور او مېرمن يې ځان ملكه اعلان كړ، خو دا د ماد د ځينو چارواكو له خوا ونه منل شو او دوى اړ شول چې ايران ته په شا شي. ايراني حرام نمك لاس تر زنې كېنناستل او په ايران كې د خپلې خپلواكۍ اعلان يې وكړ. د ماد واكمنو پر ايران پرله پسې بريدونه وكړل او په پاى كې كمزوري او د ايرانيانو له خوا وپرځول شول.

ايران له ماد څخه وروسته په ختيځ كې د يو شمېر قومونو په ملاتړ د ساك پښتنو پر امپراطورۍ بريد وكړ، خو د امو په شمال كې د پامير غرو په لمنه كې له خپل مشر كوروش سره تالا ترغه شول. بيا يې زوى كسات ته راغى هغه هم يوازې دومره وكولاى شول چې خپل سر په تېښته له ساكو روغ يوسي.

له دې وروسته ايران خپله مخه د خپل قلمرو شمال پارت ته واړوله او هلته يې له پښتنې سرلښكرې چې زرينه نومېده سخته ماتې وخوړه. د ايران ښكېلاكګر چې وپوهېدل چې له ساكو سره په زور نه شل كيږي نو په پارت او لويديځو سيمو كې يې د ساكو پښتنو پر ضد  قومي لمسونو او تربګنيو ته لمن ووهله او په دې توګه كرار_كرار د باختر ځينې سيمې يې لاندې كړې.

له ايراني هخامنشيانو وروسته په ايران كې ساسانيان چې دين يې له هخامنشيانو توپير درلود او باختر مذهبي زردشتيان وو واك ته ورسېدل.

ساسانيانو له باخترشاهانو سره د دوستۍ اړيكې درلودې او په ګډه سره د روم د امپراطورۍ په مقابل كې يې ډغرې وهلې.

د ايران ساسانيان د اسلام د دويم خليفه پر لاس مات او ايران د اسلامي خلافت يوه برخه وګرځېدله. افغانستان تر 200 كلونو له عربو سره جګړې وكړې او په پاى كې د سيستان ملكانو خپلواكه پاچاهي رامنځته كړه، خو دوى د افغانستان پر ټولو برخو ولكه ټينګه نه كړاى شوه. له دې وروسته ايران نږدې د زرو كلونو له پاره د عربو، ازبكو، تاجكو، تركانو، خوارزميانو او افغانانو په لاس كې و.

300 كاله مخكې هوتكيانو د ايراني صفويانو حكومت ړنګ او ايران يې تر خپلې واكمنۍ لاندې راوست.

د هوتكيانو واكمني له دېرشو كلونو وروسته د كورنيو تربګنيو له امله كمزورې او د ايران د شمالي ازبكانو له خوا پاى ته ورسېده.

د نادر افشار له مړينې وروسته چې د ايران يو ازبك واكمن و، احمدشاه بابا د توپ په يو ډز د ايران ډيرى برخه د خپلې امپراطورۍ برخه وګرځوله.

تر دې وروسته ايران د پانګوال ښكېلاك پر وخت خورا كمزورى او د بريټانيې، روسيې او فرانسې تر حمايې لاندې خپل ژوند ته يې ادامه وركوله.

د پانګوال ښكېلاك پر وخت د ايران يو شمېر سيمې لكه ازربايجان، جورجيا او نور د روسانو لاس ته كېوتې.

ايران په وروستيو كې د فرانسويانو، جرمنيانو، روسانو او امريكايانو پر مټ باثباته شو او د پهلويانو كورنۍ په كې واكمنه شوه.

پهلويانو ايران د چټك پرمختګ او ډموكراسۍ پر لور ولېږداوه او په پاى كې پهلوي ډموكراسۍ د ايران شيعه ډلو ته موقع په لاس وركړه چې ډموكراسي او پهلويان تر انتقاد لاندې راولي. په 1979 كې ايران د مذهبي ډلو لاس ته پرېوته او دغو ډلو د امام خميني تر مشرۍ لاندې ايران د امريكې له نفوذ څخه ووېسته او د اروپا تر نفوذ لاندې يې راوست.

په ايران كې اوس يو فاشيستي مذهبي حكومت ټينګ دى چې كله شيعه مذهب او كله پارسي ژبه د خپلو فاشيستي موخو له پاره كاروي.

د ايران سياسي_اقتصادي ځانګړتياوې:

د ايران غټه عايداتي سرچينه تېل او ګاز دي چې له دغې سوداګرۍ څخه هر كال 17 مليارد ډالر جېب ته كوي.

د ايران تېل دا مهال جاپان، چين، فرانسه، جرمني او انګليس پېري او له څو كلونو راهيسې د خپل اټومي پروژې پر سر نړيوالو بنديزونو سره مخ دى. د اسلامي انقلاب وروسته له امريكې سره يې اړيكې خړې دي او امريكې ورته ګواښ كړى كه خپل اټومي پروژه ونه دروي نو د امريكې له يو لړ اقداماتو سره چې پوځي بريد هم په كې راځي مخ به شي.

له دې مخكې ايران له عراق سره د تېلو د زيرمو پر سر نښتى و او په دغه جګړه كې دواړو غاړو ته سخت زيانونه اوښتي وو.

په ايران كې ډيركي شيعه ګان جوړوي او د خميني له مذهبي موقف څخه ګټه پورته كوي چې جعفريه شيعه ګان يې خپل 12 امام بولي. دغه ډله شيعه ګان د شيعه واكمنۍ پر صادرولو(صدور ولايت) باور لري او پر نورو شيعه ګانو د دوى پيروي او د احكامو تطبيق له ديني واجباتو څخه ګڼي. ايراني مذهب په دې باور دى چې له شيعه پرته د نورو مذهبونو پيروان ګمراهان دي او د دوى په باور بايد له دوى څخه دعوت وشي چې د دوى په وينا سمې لارې يانې شيعه ته واوړي.

دوى د نړۍ په هره برخه كې له شيعه ګانو څخه په ننګه او ساتنه باور لري او ايران ځان د ټولو شيعه ګانو مشرتابه او ننګوردار بولي.

ايران د خپلو تازه دوكتورينو له مخې په پام كې لري خپله ايډيالوژيكه واكمني د نړۍ ټولو برخو ته صادره او په پاى كې نړۍ او يا لږ تر لږه شيعه ګان له واحد مركز يانې ايران څخه پيروۍ او رهبرۍ ته غاړه كېږدي.

په لنډ ډول ويلى شو چې ايران يوه ايډيالوژيكه سياسي_مذهبي ټولنه ده او د ايران اوسنى رژيم د نړۍ له پاره يو ستر ګواښ ګڼل كيږي.

ايران د افغانستان پر ضد چې يو شمېر اوسېدونكي يې له ايران سره ګډه ژبه لري، د خپلو ښكېلاكي موخو او پراختياغوښتونكو سياستونو او ستراتيژۍ له پاره له دري ژبې چې پارسي يې هم بولي ناوړه ګټه اخلي.

ايران ته پهلوي ژبه چې ساسانيانو ويله په لومړى ځل له ميلاد څخه 500 كاله وروسته ولاړه. په دغه ژبه د زردشت مذهبي كتاب اوېستا وژباړل او وشنل شو چې زند او پازند يادېده.

پهلوي چې زړه پارسي يې بولي كراركرار پارسي شوه او د لېږدې په دريمه پېړۍ كې يې مكتوب اثار منځ ته راغلل. په 5 مه لېږدې كې دغه ژبه لاپسې په عربۍ ولړل شوه.

څېړنې وايي چې پارسي يا دري لومړى وار په تخار او بغلان كې ويل شوې او باختري ژبو له لړۍ څخه يوه ژبه ده او ايران ته د ساسانيانو او سامانيانو له خوا وړل شوې ده.

سره له دې چې پارسي د ايرانيانو بومي ژبه نه ده خو په دې وروستيو كې ايرانيانو ځينې كارونه ورته كړي او د دوى پنځونې بيا په دې وروستيو كې د افغان غاړې ته هم را اوښتي دي.

افغانستان په تېرو 30 كلونو كې د كورنۍ جګړو او نړيوالې انزوا له امله له پرمختګ او پراختيا څخه لرې پاتې شو او د دې ټولو جګړو او سياست لوبو ګټه ايران او پاكستان ته ورسېده.

د شوروي د يرغل پر مهال امريكې او لويديځ خپلې پيسې په ايران او پاكستان ولورولې او دغو هېوادونو د افغان مقاومت له پيسو څخه زياتې په خپلې ښې ولګولې او د دېرشو كلونو جګړو په ترڅ كې پاكستان او ايران يې د سيمې ځواكمن هېوادونه كړل.

پاكستان له فرصت څخه ګټه واخيسته د شوروي ضد سني ډلې يې

د شوروي ضد جګړې تر څنګ د خپلو ستراتيژيكي لوبو برخه وګرځول او خپل هېواد يې پرې دومره وران او كنډواله كړ چې بيا خپله دغه ډلې يې هم په رغېدو نه پوهېدلې. ايران هم په افغانستان كې شيعه ډلې د خپل ولايت د صدور(شيعه امپراطورۍ د غځولو) له پاره وكارولې او دومره يې له هېواده پردۍ كړې چې دوى اوس نه پوهېږي چې ايرانيان دي كه افغانان.

   ستراتيژيكې لوبې:

په 17 مه زېږدې پېړۍ كې كالايي توليد وده ومونده او د نړۍ پراخو بازارونو ته يې لار ومونده.

په اولسمه پېړۍ كې د نړۍ په اقتصاد كې د سمندري ترانزيت برخه 30 سلنه وه او په دغه مهال زياتې خوندي سمندري لارې رابرسېره او ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې. پر دغه وخت وړاندوينه كېده چې د نړۍ راتلونكې له كالايي توليد او سمندري ترانزيت سره غوټه كيږي.

اروپا هغه مهال خپل سمندري ترانزيت او كالايي توليد ته په بېړې پراختيا وركوله او د اروپا وروسته د اسيا، امريكا او افريقا بازارونه يې كرار_كرار ولكه كول.

په همدغه مهال د روسيې لوى تزار امپراطور پيتر له بريټانيا نه په پيروۍ خپل هېواد له پاره د رغونې او پرمختيا دوكتورين مطرح كوي او د دغو دوكتورينو پر بنسټ په روسيه كې د كالايي توليد د اساساتو ايښودلو، سمندري ترانزيت ته لارې موندلو او د اسيا پر ځمكو او بازارونو واكمنېدلو نظريې رامنځته كوي او تګلارې ورته جوړوي.

د دغو دوكتورينو پر بنسټ روسيه د منځنۍ اسيا هېوادونه لاندې كوي، تورسمندرګي اوبو ته ځان رسوي خو د هند سمندر او مديترانې سمندر لارې پرې بريټانيا تړي او ورته د نور پرمختګ اجازه نه وركوي.

روسيه اړ وځي چې دم مهال د سمندري ترانزيت په موخه ځانته د شمالي سمندر او اتلانتيك سمندر لار وټاكي او د مديترانې او هند سمندر د لاس رسۍ له پاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په نولسمه او شلمه پېړۍ كې روسان د افغانستان او تركيې د دروازو تر شا درول كيږي او د شلمې پېړۍ له پيل سره په افغانستان، پاكستان او هند كې د خپل نفوذ د پراختيا هڅې ګړندۍ كوي. له سيمې څخه د خپل نفوذ په ساتلو د بريټانيا وتل، روسيې او امريكې ته چې د نړيوالې سوداګرۍ تازه كاره مدعيان دي، د خلاص مټ لاسوهنې شونتيا په لاس نه وركوي او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته په دغه سيمه كې ستراتيژيكي جګړه د استخباراتي لوبو بڼه غوره كوي.

د شلمې پېړۍ په وروستۍ دريمه كې په افغانستان كې كمونسيتي كودتا، په ايران كې د امريكې ضد اخوندي انقلاب، له هند سره د چين د ګډې دښمنۍ پر سر د پاكستان ستراتيژيك نږدېوالى او په عراق كې د بعث ګوند امريكې او عرب ضد واكمني، په شوروي دولت كې د تزار امپراطورۍ ځاى ناستو كمونستي واكمنو ته جرئت بښي چې د هند سمندر او پارس خليج په لور يو قدم مخته ورشي.

په سيمه كې د شوروي په ګټه يو څه بدلونونو امريكه او ورسره تړلي د ناټو هېوادونه او د پارس خليج د تېلو كمپنۍ  يو څه هېښې او وډارولې.

امريكې عراق، ايران، سوريه، لبنان او فلسطين د افغانستان او پاكستان په پرتله د خپلو پارس خليج د تېلو او ګازو زېرمو ته نږدې او نېغ ګواښ ګاڼه او په دې سيمه كې له شوروي سره د ټكر او مقابلې په لټه كې نه وه او هڅه يې كوله چې د مقابلې او ټكر له پاره د تېلو له زېرمو څخه لرې كومه سيمه غوره كړي.

په افغانستان كې كمونستي كودتا تر ټولو زيات پاكستان ولړزاوه، دا ځكه چې پاكستان ته څرګنده وه چې شوروي د پښتونستان داعيې په پلمه كولو او د افغان كمونستانو له شتون څخه په ګټې د پاكستان تجزيه كول او لاندې كول او ځان د هند سمندر ته رسول غواړي، نو د افغانستان كمونستي كودتا چې افغانستان او شوروي يې له هند سره نور هم نږدې كول او د پاكستان د منزوي كېدو او د دوو دښمنو تر منځ د ايسارېدو ګواښ او شونتيا يې لاپسې زياتوله، نو پاكستان هڅاوه چې خپلو تېرو دفاعي جوړښتونو ته چټكتيا وركړي چې د مذهبي ترهګريزو ډلو جوړول او له هغوى څخه د خپلو ستراتيژيكو مخالفتونو او د افغانستان او كمونستي ايډيالوژۍ د پراختيا د مخنيوي له پاره كار اخيستل وو.

د كمونستي كودتا پر وړاندې د افغان ولس او د نړيوالو هېوادونو پراخ غبرګون او دغه جګړې ته د پاكستان له خوا د نړيوالو بلنه او خپله د امريكې دغه علاقمندي چې د شوروي پام له پارس خليج څخه بل لور ته واړوي، د امريكې او ناټو هېوادونو پښه د افغانستان لوبې ته رااوږده كړه.

امريكې د افغانانو د خپل منځي جګړو پر دوام چندانې باور نه درلود او هم دا ورته په زړه پورې نه وه چې شورويان دې په نېغه په لوبه كې ورګډ نه وي، نو همدا لامل و چې ځينې داسې لارې چارې يې په كار واچولي چې د روسانو د پوځونو پښه سيمې ته راكاږي.

امريكايانو د افغان كمونستي كودتا پر وړاندې داسې كوم چټك غبرګون ښكاره نه كړ چې ورسره وښيي ګوندې نوموړې كودتا زيات اهميت ورته لري، دوى د سياسي او پوځي غبرګون پر ځاى دپلوماتيكو يو لړ هڅو ته مخه كړه چې په خپلې يو ډول مرموزې چوپتيا او د جګړې د ډګر او ولسي پاڅون په توندولو سره شورويان هڅول چې خپل پوځونه افغانستان ته واستوي. ځكه دوى د افغان ولس له پاڅون او غبرګون څخه ډاډمن شوي وو او دا يې د شوروي ځواكونو له پاره په حساب برابر دوزخ باله او تمه يې په يقين بدل شوې وه چې كولى شي په افغانستان كې له شوروي څخه د خپلې ويتنام د ماتې غچ واخلي.

كله چې شوروي د امريكې په ايښي دام كې كېوت او خپل پوځونه يې افغانستان ته واستول نو په هماغه ساعت د امريكې د استخباراتو مشر د هغه هېواد ولسمشر جيمي كارټر ته د خپل پلان د بري مباركي وويله او زياته يې كړه چې په دې سره شوروي د ويتنام د غچ تر قمچينې لاندې راغى.

افغانستان ته د شوروي ځواكونو له اوښتو امريكه په تمه وه چې د شوروي مخ پر ودې نړيوال دريځ ته به سخت زيان واوړي، په نړيواله پاليسي كې به يې اغېز كم شي او له يو متعرض نړيوال حالت څخه به يې موقف يو مدافع حالت ته راټيټ شي.

د شوروي ضد لويديځ دوكتورين په سياسي او پوځي دواړو برخو كې په ډيرې ځيركۍ په موازي او غبرګونيزه توګه ترتيب شوي وو او په همغږۍ سره پر مخ تلل.

په بل لور كې شورويانو د امريكې د همدغو استخباراتي او سياسي دوكتورينو تر اغېز لاندې خپل حركت ته ادامه وركړه او په لوى لاس ځانونه يې د دښمن د پلان او يون تابع وګرځول او هيڅكله يې د مخ اړولو او پرمختيايي پاليسۍ ته مخه نه كړه.

دغه كار د دې لامل شو چې سياسي او پوځي ابتكار د شوروي له لاسه ووځي او د ده د دښمنانو په لاس كې پرېوځي او خپله لكه ستړى اوښ موخې او منزل ته له رسېدو مخكې په منځ لاره كې په ګونډه شي.

د شنونكو په اند د شوروي د ماتې تر ټولو غټ لاملونه له منزل څخه مخكې د شوروي ګونډه وهل، په پرله پسې د خپلو دښمنانو تر اودو لاندې راتلل او خپل پوځي پرمختګ ته ادامه نه وركول او د پاكستان نه نيول وو. 

په پاى كې شورويان په دغه لوبه كې سخت زيانمن، كمزوري او په شرمېدلې ماتې محكوم شول، چې نوموړى حالت په پاى كې بيا د شوروي امپراطورۍ د ټوټه كېدو لامل هم شو.

د افغانستان په لانجه كې د پاكستان لوبه:

پاكستان له خپل تاداو څخه په يوه بې ادرسه او ناتعريف شوې ډبره بنا شوى چې سياست يې دوه خولې او دوه سرونه لري. دغه موقف د پاكستان سياستوال تل په شك او ګومان كې ساتلي دي. پاكستان د شلمې پېړۍ په نيمايي كې له هند سره د مذهبي اختلاف په لړ كې مطرح شو چې څلور بېلابېل غټ قومونه پنجابيان، پښتانه، سنديان او بلوچان چې له دين پرته نور هېڅ څه يې سره شريك نه وو او پخوا تل د كلتورونو او فرهنګ په لرې واټن كې سره جلا اوسېدل، د دوى له خوښې پرته په وچ زور د انګليسانو له خوا په مذهبي ايتلاف كې سره راټول كړاى شول.

پاكستان په سيمه كې د يوه حرامي ماشوم او د بې ثباتۍ د لامل په بڼه د انګليس د ښكېلاك پنځونه وه. پاكستان بريټانيې پر ځان د هند او افغانستان د فشار د كمولو په موخه له خپل زېږد څخه دوه سوه كاله ړومبى رامنځته كړى و. په دې مانا چې انګليسانو د هند او افغانستان تر منځ د بېلوالي يوه كرښه د افغانستان په سويل او د هند په لويديځ كې په ناامنۍ سره رامنځته كړې وه چې همدا د نني پاكستان سيمې وې. پښتونستان، كشمير او د لويديځ هند هغه برخې چې هند ته د انګليسانو له راتګ څخه مخكې د افغان دولت په لاس كې وې او ماليه يې افغان دولت اخيسته او هم د هند او افغانستان تر منځ د همكارۍ دروازه وه، نږدې 200 كاله مخكې په قومي او مذهبي تعصب او جګړو لړلې وې او د يو عايق دېوال په توګه يې ځنې كار اخيسته.

د بريټانيا پوځي حضور په دغه سيمه كې د روسانو او افغان دولت د څارلو او د دوى د مخې د ډپ كولو له پاره و، خپله يې له سيمه ييزو جګړه مارانو سره ستونزې نه درلودې او هغوى ته يې پيسې او وسلې وركولې او پر دوى يې سيمه بې ثباته ساتله تر څو د افغان دولت د پرمختګ پر وړاندې يو لوى خنډ وي او هم پرې د هند په مركز او ختيځ كې انګليس ضد پاڅونونه او خوځښتونه د افغان دولت له لاس رسۍ او مرستې څخه لرې وساتي.

په 1947 كې چې كله د هند د خپلواكه كېدلو لړۍ ګړندۍ شوه نو د افغانستان او هند تر منځ عايقه نا امنه سيمه د پاكستان تر سرليك لاندې د افغانستان او هند تر منځ د ستراتيژيك خنډ او د ناامنۍ او بې ثباتۍ د تلپاتي مركز په توګه په خپل ځاى پاتې شوه او د بريټانيا له خوا يې سخت ملاتړ وشو او دغه هېواد يې په وچ زور پر هند، افغانستان او د نړۍ پر جغرافيه وتپه.

د انګليس په دغې بې انصافۍ سره د انګليس د استخباراتو اداره چې وروسته پاكستان ته وسپارل شوه د سياست، حكومت او حالاتو په سر كې راغله چې مخكې يې د مذهبي ډلو لكه مسلم ليګ او ……….او د پښتونستان د ياغي مذهبي ډلو حركات كنټرولول او دغه ډلې يې د پاكستان او انګليس ګډې پاليسۍ او ستراتيژۍ له پاره په كارول. د پاكستان استخبارات په حقيقت كې د انګليسي استخباراتو پايڅوړ و چې په سيمه كې يې پخوا د هند او افغانستان پر وړاندې پروژې ترتيبولې او د مذهبي، ياغي او سياسي كړيو او ملايانو پر مټ يې پر سيمې او خلكو تپلې، او له سيمې څخه د انګليسانو له وتو مخكې نوموړې اداره روزل شويو پاكستانيو اجنټانو ته سپارل شوې وه او د پاكستان له جوړېدو وروسته هم تر ډېره وخته ورسره انګليس مشاورينو په ګډه كار كاوه.

د پاكستان له جوړېدو وروسته هم د افغانستان او هند پر وړاندې د نوموړې ادارې فعاليتونو د معمول په شان ادامه پيدا كړه او له سيمې څخه د برټانويانو له وتو وروسته هم په كې كوم بدلون رانغى. د نوموړې ادارې د جوړښت او هڅو موخه ټوله دا وه چې هند او افغانستان په بې ثباتۍ او ناامنۍ كې په خپلو كورنيو جنجالونو كې بوخت او يو له بله لرې وساتي.

له پورتنيو څرګندنو څخه داسې ښكاري چې د پاكستان بنسټ ډبره په دوه نامتعارفو توكو ايښې يانې دين او قومي ايتلاف چې دا رنګه ايتلاف او ټولنيز تړون ډير كمزورى، غيرطبعيي او ماتېدونكى وي.

د پاكستان د قومونو تر منځ له دين پرته بل د يووالي ګډ توكى نشته او د دغو ولسونو تر منځ ډېر زيات كلتوري او فرهنګي واټن شتون لري او زياتره وخت تاريخ يې هم سره ګډ نه و، چې اوس د دين او له مذهبي ډلو څخه په پاكستان كې د هر ولس پاله حركت د ځپلو او پر پاكستان د پنجاب د واكمنۍ ساتلو او ټينګولو له پاره كار اخيستل كيږي.

د پاكستان ولسونه د ملت كېدلو له پاره ګډې زمينې نه لري او د حكومت په ايتلافي دايره كې سره ژوند تېروي. د حكومت ځانګړنه بيا د ځواك د تمثيل پر بنسټ څرخي او ټولنيز عدالت په كې د قومي انډول په كرښه برابرېږي. دا راز دولتونه او حكومتونه تل د ځواك د تمثيل پر بنا د ټولنيز عدالت تر پښو لاندې كولو له پاره اړ وځي او په هيڅ صورت داسې دولتونه د قومونو تر منځ عدالت نه شي ټينګولى او ملت كېدل په كې ناشوني وي.

هره شېبه داسې دولتونه د ماتېدو او تجزيې له ګواښ سره مخ وي.

د دولت دارۍ ځانګړنو ته په كتنې سره د پاكستان قومي حكومتي ايتلاف د پنجابيانو پر محور څرخي او دغه قوم له نورو پاكستان مېشتو قومونو سره ګډې ټولنيزې اړيكې نه لري. پنجابيان د خپل ايتلاف د ټينګولو له پاره د اسلامي ورورګلوۍ چيغې وهي او چې كله بيا د ملي بودجې د وېش پر سر خبره راځي بيا پر نورو برتري غواړي او د اسټبلشمنټ ادعا لري او اسلام او ورورګلوي يې هېره وي، د نورو مړۍ او ګټو ته يې چل غلى كړى وي او په هيڅ صورت نه غواړي چې خپله مړۍ له نورو مسلمانو وروڼو سره ووېشي. همدا دى چې دغه په ناتعريف شويو مزيو تړلى غيرطبعيي ټولنيز ايتلاف د كال په لومړيو او وروستيو كې د بودجې او ګټې د وېش پر سر له تزلزل سره مخ وي او د پاكستان استخباراتي اداره او پوځ يې د ټينګولو هڅې كوي.

د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه نامتجانسه حكومتي او مذهبي ايتلاف متزلزله كيږي او د نوموړي هېواد د دغه تزلزل پړه د پاكستان سياستوال او پوځيان بيا پر افغانستان او هندوستان اچوي چې لږكي قومونه يې پخوا د دغه هېوادونو د فرهنګ، كلتور او تاريخ يوه برخه ول او دغه پوځيان بيا د پاكستان قومونو ته هند او افغانستان د يو فرضي ګډ دښمن او ګواښ په بڼه معرفي كوي او په اصطلاح د ګډ دښمن او ګواښ په تراشلو او له هغه څخه د پاكستان د قومونو په وېرولو سره د پاكستان د يووالي د ټينګولو هڅې كوي.

پاكستان د خپلو كورنيو بې ثباتيو ريښې په افغانستان او هند كې ويني او خپله ټوله انرژي د افغانستان او هند د بې ثباته كولو، د دوى د پرمختيا د مخې د ډپولو او له دوى څخه د خپلو لږكيو قومونو د لرې ساتلو له پاره لګوي. د پاكستان حكومت په دې باور دى چې كه هركله هند او افغانستان پياوړي كيږي نو د دوى لږكيو ميلان به د دوى په لور زياتيږي او د دوى لږكي به له دوى څخه ګاونډيو هېوادونو ته مخه كوي او پاكستان به تجزيه كيږي.

پنجاب ته پښتونستان، بلوچستان او سند حياتي اهميت لري، ځكه پښتونستان او بلوچستان ورته انرژيكي زېرمې برابروي او سند يې د كالاي توليد او د نړيوالې سوداګرۍ دروازه او مركز دى. پنجاب يوازې د غلو دانو د توليد ښيګڼه لري او نور څه په كې د عصري ژوندانه او نړيوالې سوداګرۍ له پاره نشته، په همدې بنسټ پاكستان د پښتونستان، سند او بلوچستان د ښكېلوېستلو او په ښكېلتيا كې د ساتلو هڅې پر مخ بيايي.

د پاكستان د حكومت اداره فدرالي ده او د فدرالي عدالت او وېش بڼه يې په قومي_اقتصادي څرنګوالي نه بلكې په حكومتي تناسب او پنجابي بې رحمانه استثمار ولاړه ده او له همدې امله ده چې په پاكستان كې مېشت لږكي له پنجابيانو سخت نفرت لري.

پاكستان د خپل هېواد د ثبات له پاره د افغانستان د تجزيې خيال لري او خپل حكومت تګلاره او پاليسي يې په همدې لاره برابره كړې ده.

پاكستان د افغانستان ډيركى قوم پښتانه چې د افغانستان اصلي وارثان دي غواړي په دوامدارو جګړو سره كمزوري او په پاى كې د دوى په كمزوري كولو سره د افغانستان د تجزيې زمينه برابره كړي او د افغانستان سويلي سيمې چې اوسېدونكي يې پښتانه دي د پاكستان يوه برخه وګرځوي. په دې توګه پاكستان د پښتنو پر وړاندې دوه ډوله پاليسي پر مخ بيايي: يوه د كمزوري كولو او دښمنۍ پاليسي او بله د ظاهري لاس راكاږلو او زړه ساتلو پاليسي ده، تر څو چې پرې وكولى شي خپله دښمني پټه وساتي او تجزيې پر وخت هغه قومي مشران او قوماندانان چې دا مهال ورته پيسې او رشوتونه وركوي خپل تر څنګه ودروي.

پاكستان د پښتنو د كمزوري كولو له پاره په پښتنو كې د مذهبي بنسټ پالنې د خپرولو پر بنسټ د پښتنو تر منځ د تربګنۍ او شر جوړولو تخم شيندي او د دغو بنسټ پالانو په واسطه په پښتنو كې مدني بنسټونه او د سياسي ډينامېزم او ويښتابه مركزونه له منځه وړي او سياسي او قومي مشران پرې وژني او په دې توګه د دوى د كمزوري كولو هڅه كوي. بل پلو د همدې بنسټ پالانو په شتون كې بېلابېلې نړيوالې جګړې پر پښتني سيمو تحميلوي.

بنسټ پالنه او بنسټ پاليزم د پاكستان د يووالي او پراختيا غوښتنو له دوكتورينو څخه دي چې تر اوسه يې په دغه حربې سره د پاكستان يووالى ساتلى او هغه يې پر لږكيو قومونو تحميل كړى دى چې په افغانستان كې د مذهبي بنسټ پالنې سياست هم د دوى د ښكېلاكي او ځپونكو پاليسيو يوه لړۍ ده چې په اودږده موده كې هغه مهال چې افغانستان د خپلې ښكېلواكۍ برخه ګرځوي د يوې ځپونكې او تپونكې پاليسۍ په بڼه كار وركولى شي.

له بلې خوا پاكستان په افغانستان كې لږكي قومونه د ډيركيو پښتنو پر ضد لمسوي او مالي مرستې ورسره كوي.

پاكستان همدا اوس په لسګونه هغه رسنۍ تمويلوي چې چلونكي يې تاجك، هزاره او ستميان دي او د افغانستان د تجزيې په برخه كې له ايران سره هم نظره دى او په ګډه سره كار كوي.

يو له دغه رسنيو څخه د افغانستان ورځپاڼه ده چې د حاجي محمد محقق له خوا چلېږي او څه موده وړاندې مسوول مدير يې چې له دندې ګوښه شوى و له دغه رازه پرده پورته كړه چې پاكستان يې تمويلوي.

په اسلام اباد كې د جنرال دوستم، د نظار شورا، د شمال ټلوالې مركزونه او د پاكستان له استخباراتو سره د دوى د مشرانو اړيكې يې نورې بېلګې دي.

د شوروي د يرغل پر مهال چې كله پاكستان افغانستان په ځنكدن كې وليد نو د افغانستان د ازادۍ او خپلواكۍ پر ځاى د افغانستان د ورانولو، كمزوري كولو او تجزيه كولو دوكتورين يې ترلاس لاندې ونيول. په همدې موخه يې د افغانستان د خپلواكۍ ګټلو جګړې ته يو نامتعارف نوم او مذهبي دوكتورين وټاكل او دا د پاكستان د بنسټ پالېزم د ستراتيژۍ او پراختيا غوښتنې له برنامو او دوكتورينو څخه وو چې له يوه پلوه يې په افغانستان كې پرې د خپل نفوذ پراختيا ته زمينه برابروله او له بل پلوه په افغانانو كې يې د ولس پالنې روحيه پرې وژله او د ولس پالنې د روحيې پر ځاى يې په دوى كې د مذهب په نوم د وحشت او تروريزم روحيه پيچكاري كوله.

پاكستان اوس هم د افغانستان د خپلواكۍ، له ظلم او تېري څخه د ژغورلو او امنيت ټينګولو د جګړې د مغشوشولو هڅې كوي او د دغې جګړې ابتكار چې د افغان ولس په لاس كې دى غواړي خپلو لاسپوڅو مذهبي بنسټ پالانو ته حواله كړي.

پاكستان غواړي د افغانستان جګړه د جهاد تر دوكتورينو لاندې راولي او د افغانستان د ژغورلو په روانه جګړه كې چې جهاد يې جز لاينفك دى او وسيلوي ارزښت لري، هغه د افغانستان د ازادۍ او خپلواكۍ پر ځاى دوكتورين وټاكي. دا په دې مانا چې د افغانستان جګړه چې دا مهال د خپلواكۍ ډاډمنولو او امنيت ټينګولو له پاره روانه ده او كه څوك غواړي او يا يې نه غواړي په خپله د جهاد بڼه لري، خو پاكستان غواړي چې دغه جګړه داسې معرفي كړي چې ګوندې دغه جګړه د افغانستان د خپلواكي ډاډمنولو او امنيت ټينګولو له پاره نه بلكې د جهاد له پاره روانه ده. يا په لنډه وينا د دې پر ځاى چې وښيي جهاد د خپلواكۍ له پاره بلكې ښيي چې جګړه د جهاد له پاره او په دې سره د افغان ولس له سرښندنو، ابتكار او قربانيو څخه د خپل نړيوال موقف د پراختيا له پاره كار اخلي.

پاكستان پلوه حول الجهول بنسټ پالان اوس په خپلو تبليغاتو او د وېرې او اختناق په خپرولو سره غواړي چې افغان ولس ګمراه كړي او د دوى د سرښندنو او قربانيو په بيه ځانونه واكمنۍ ته ورسوي.

سره له دې چې پاكستان پلوې بنسټ پالان ټول يو يو ځل ازمايل شوي او پرته له دې چې افغان ولس يې ورټه، وواژه او څلوېښت ځله يې په بهرنيانو وپلوره او راوپلوره لاهم فكر كوي چې د دوى پخوانۍ بهانې او د مذهب په سپرولو سره د دوى چلوټې تراوسه پر افغان ولس كاريګرې دي، نو افغان ولس ته په ظاهر كې ځانونه د معصوميت او محكوميت په رنګونو رنګوي او داسې ښيي چې دوى د افغان ولس د ښيګڼې او سوكالۍ له پاره په جګړو لګيا دي او د واك له پاره نه جنګيږي خو كه ولس بيا په دغو معصومو څېرو د واك لورينه كوي نو دوى به ورته يواسلامي جنت سارى دولت او هېواد جوړ كړي.

ړوند يو ځل خپله امسا وركوي هر ځلې نه! څه ښه افغان ولس مشر كرزى خپل مخالفينو ته ګوته نيسي او وايي چې د بهرنيو پوځونو د وتو خبره مه كوئ كه دوى ووتل نه به تاسې په دا څوكيو ياست نه به زه. هو! حقيقت همدا دى كه له دغو ټولو هېواد او پښتو پلورونكو سره د امريكې، عربو، ايران او پاكستان ملاتړ نه وي نو په دې هېواد كې به نه څوك كوم اميرالمومنين وويني او نه په اصطلاح منتخب ولسمشر. په دې هېواد به اصيل پښتانه او د هيواد اصلي بچيان واكمن وي نه د پرديو لاسپوڅي او د څوكيو او مال او متاع حريصان.

افغان ولس بايد ځيركه اوسي چې د دوى دښمنان او د پرديو غلامان ډېر ځيركه دي، له هر ګريوانه سر راوېستلى او هره عاطفي خبره يې په خوله راتللى شي، خو افغان ولس بايد د يو چا د پېژندلو او پر هغه د باور كولو معيار د هغوى مخكني اعمال، تېرې واكمنۍ او اوسني اعمال او راتلونكې موخې وټاكي، ځكه پټ دښمنان موخې ته له رسېدو مخكې غولونكې نرمې او د ولس په خوښه او ژبه خبرې كوي او خپل ځانونه تل پټ ساتي، خو چې موخې ته ورسېږي بيا خپله رسوا كيږي او هغه وخت بيا خپلې هيلې پټولاى نه شي، خو وخت بيا له وخته تېر وي او ولس بيا نه شي كولى په اسانۍ سره هغه له خپلو كړنو راوګرځوي او د هغه له منځه وړلو او لاس په سرولو له پاره بيا د لسګونو انسانانو ويني تويېږي او په سلګونه كورونه او كلي ويجاړېږي.

د بېلګې په ډول د حكمتيار په شمول رباني، سياف، خالص، نبي، شيعه ډلو او ټولو تنظيمي رهبرانو ويل چې په هېواد كې د شورويانو او كمونستي ادارې شتون د جګړو لامل دى، خو بيا د كمونستي ادارې د ړنګېدو او د شوريانو د وتو په صورت كې هم چې كله دوى واكمنان شول جګړو او افغان وژنې دوام وموند او په هېواد يې د اسلامي دولت پر ځاى داسې يو نمرودي دولت وتپه چې په تاريخ كې د يهودو او اسراييلو ترمنځ يې هم سارى نه و ليدل شوى، چې له ښځو به يې تيونه غوڅول، په سرونو به يې ميخونه وهل، له يوه سره وژنې به يې كولې او خلك به يې د قومونو په نومو وژل او اوس هم دغه ډلې د نجونو او نشه يي توكو او د انسان د غړيو په قاچاقو لګيا دي او هم انسانان له خېټو او غاړو څخه حلالوي او د انسانانو اندامونه اره كوي. طالبانو هم تر كابل نيولو مخكې ځانونه د سولې كفترې او د پاټكونو ويجاړونكي بلل او ويل به يې چې د دوى جګړه د څوكۍ او واك ترلاسه كولو له پاره نه ده، دوى د الله ج د سولې لښكر دى په پاچايۍ كار نه لري او د الله ج د رضا له پاره جنګيږي، خو چې كله كابل يې ونيو بيا په كابينه او رياست او مديريت كې له ملا او طالب پرته چا انجنير، ډاكتر او بل مسلكي كس ونه ليد. دوى د نامطلوب په نوم افغان ولس ورټه او له دندو يې ګوښه كړ او د هيواد شمال ولس يې د باغونو او كورونو په غوڅولو او سوځولو توهين كړ.

كرزي هم د ټولټاكنو پر وخت ډېرې وعدې كړې وې او ولس يې په خپلو وعدو سره غولولى و او ويلي يې وو كه وعدې يې پوره نه كړاى شوې نو استعفا به وركړي، اوس نه هغه وعدې پوره شوې او نه هغه استعفا وركړ شوه بلكې پر ځاى يې وويل شول چې يوه ورځ به هم ورته له ټاكل شوې مودې څخه كمه پاچايي ونه كړي او اوس چې د څوكۍ په خوند پوه شوى نو په والله كه يې پرېږدي.

افغان ولس په دې ښه پوهېږي چې د افغانستان د لانجې ريښې يوازې په يوې ستونزې كې نه دي او نه دغه لانجه په يوه ورځ او يو كال هوارېدلاى شي. نه په هيواد كې د بهرنيانو شتون يوازنى لامل دى او نه هم بهرنۍ لاسوهنه، فقر، بنسټ پالنه، ګوندي افراطيت او نور، بلكې دې ټولو په مجموع كې د افغانستان لانجه رامنځته كړې، د يو ټولنيز ګروپ او تنظيم په شتون كې د دغو لانجو حل ناشونى دى او بايد پراخ ټولنيز امكانات ورته وكتل شي.

جګړه د افغانستان د لانجې حل نه دى او نه د طالب او يا د اجيرې اردو او پوليسو په نومونو سره د افغانانو وژل كولى شي په هېواد كې خپلواكي او سوله ډاډمنه كړي. هر څوك چې دغه كار كوي له افغان ولس سره يې د دښمنۍ له مخې كوي او افغان ولس يې بايد مخه ونيسي. دغه وژونكي يوه ډله يونيكاليان كوبايي بدماشان دي چې يو شمېر يې ځانونه د افغان دولت په دننه او بل شمېر يې ځانونه له دولت څخه بهر په مذهبي بڼو كې پټ كړي دي او افغان وژنې ته جهاد وايي او په ډول ډول نومونو سره پاك او سپېڅلي مسلمانان او افغانان وژني. دوى افغان ولس ترټي او د افغان ولس سپكاوى كوي، په داسې حال كې چې خپله دوى په 61 استخباراتو او بهرنيانو ګرو دي، پاك او ولسپاله افغانان چې خپلو خلكو ته طبي، عسكري او انجنيري چوپړ وړاندې كوي د پرديو د غلامانو په نوم وژني.

ايران او افغانستان:

د شورويانو په يرغل سره د افغانستان ولس په وېش كې ايران ته شيعه ګان او ژبني متعصبين ورسېدل.

ايران دوى ته په خپله خېټه كې ځاى وركړ، لومړى يې د دوى په مغزونو كې خپله سياسي_مذهبي ايډيالوژي پيچكاري كړه او بيا يې دوى افغانستان ته د ولايت صدور له پاره د جګړو له پاره واستول.

  ايراني لاسپوڅو د هيواد په شيعه مېشتو سيمو كې په لسګونه سپيڅلي مجاهدين له خپلې لارې لرې او د هغوى پر ځاى خپل ځانونه يې پر هزاره ولس تحميل كړل. ايراني لاسپوڅو قدم په قدم په هيواد كې د ايران تكتيكونه او ستراتيژۍ پلې كړې. لومړى يې قومي تعصب او بيا يې مذهبي تعصب ته لمن ووهله. دوى د ايراني اخوندانو په دستور د خپل غير هزاره ولس په سرونو ميخونه وهل او له ښځو به يې تيونه غوڅول او هم يې په خوراكي توكو كې ورته زهر ګډول.

دغه ټولې هڅې په افغانستان كې د جګړې د ادامې او د افغانستان د ټوټه كېدو له پاره پر مخ تلې.

ايران د افغانستان په اړه خپل د لنډې مودې په دوكتورينو كې د افغانستان د بې ثباتۍ او د جګړې د ادامې پاليسي پر مخ وړي او د خپل اوږدې مودې په دوكتورينو كې د ژبني، توكميزو او مذهبي اختلافونو رامنځته كولو او د افغانستان تجزيې ته يې ځاى وركړى دى.   

ايران د افغانستان په بې ثباته كولو سره له يوه پلوه غواړي چې د ترانس افغان د نل ليكې مخه ونيسي او له بل پلوه غواړي چې خپل د اوږدې مودې دوكتورينو ته زمينه برابره كړي.

ايران غواړي د هيواد لويديځې او شمالي سيمي له افغانستان څخه جلا او د ځان يوه برخه وګرځوي.

خو ايران دغه كار هغه كولى شي چې د هيواد اصلي وارثان پښتانه كمزوري كړي او له همدې امله په افغانستان كې د پښتنو د واك او نفوذ مخالفت كوي او هڅه كوي چې پر پښتنو درنې جګړې تحميل كړي.

ايران په دې موخه يو ځل په هيواد كې د كمونستي كودتا مخالفت وكړ، سره له دې چې دغې كودتا لكه د ايران د اخونديزم په شان د امريكې ضد ماهيت درلود خو مخالفت يې ځكه ورسره وكړ چې مشران يې پښتانه وو.

ايران بيا وروسته د نجيب الله پر ضد له روسيې سره په ګډه د جمعيت او نظار شورا په سرلارۍ پښتون ضد ايتلاف رامنځته او نجيب يې د يوې كودتا په لړ كې راوپرځاوه او په دې توګه يې په هېواد كې د ملګرو ملتونو پروژه ناكامه او افغانستان يې د ناامنۍ منګولو ته وسپاره.

د تنظيمي جګړو پر مهال ايران ډبل رول لوباوه، يانې هم يې د جمعيت_نظار له حكومت سره مرسته كوله او هغه يې په خپل ميل لوباوه او هم يې د نوموړي حكومت له مخالفو شيعه ډلو سره.

كله چې د افغانستان د سياست ډګر ته طالبان راغلل ايران له طالبانو سره د دوو لاملونو له مخې مخالفت بنا كړ، يو د سني مذهب له امله چې طالبان سنيان وو او د دوى واكمنۍ په افغانستان كې د شيعه ولايت د صدور مخه نيوله او بل دا چې په طالبانو كې اكثريت پښتانه وو او د دوى واكمنۍ په هېواد كې د ايران د كمزوري كولو او بې ثباته كولو د دوكتورينو مخه نيوله.

په افغانستان كې د طالبانو د واك د مخ پر ودې غځېدلو ايرانيان نور دومره وارخطا كړل چې لاس او پښې ترې وركې شوې او په نېغه يې د خپلو لاسپوڅو ملاتړ ته ودانګل. دوى د هېواد په شمال كې د خپلو لاسپوڅو او ګوډاګيانو له سر څخه د طالبانو د فشار د كمولو له پاره خپل 400 زره ځواكونه د افغانستان په لويديځه پوله راټول او طالبانو ته يې د جګړې ګواښونه كول، خو دغو ګواښونو د طالبانو او افغان ولس مورال كمزورى نه كړ برعكس د ايران پر ضد يې نړيوال غبرګون رامنځته كړ او ايران اړ شو چې خپل ځواكونه له پولې څخه شاته كړي.

پر افغانستان د امريكې د يرغل پر مهال ايران او پاكستان د طالبانو پر خلاف د نړيوالې ټلوالې ملاتړ وكړ او دغه ملاتړ يې د دې له پاره و چې طالبان له واك څخه لرې او په دې توګه افغانستان يو ځل بيا له ناامنيو سره مخ كړي.

د بن په غونډه كې روسيې او ايران ته ځانګړي امتيازونه وركړ شول او په دغه غونډه كې استاد رباني له روسيې او يونس قانوني له ايران څخه نېغ په نېغه دستورونه اخيستل او هغه يې غونډې ته وړاندې كول.

د دغه غونډې په لړ كې په راتلونكي دولت كې ايران پلوو ته زياتې څوكۍ په برخه شوې او ايران د همدغه رشوت په بدل كې د نړيوالو په وړاندې افغانستان ته د 500 مليونو ډالرو د مرستې سينه وډبوله خو نوموړې پيسې هيڅكله افغانستان ته ور نه كړل شوې او له افغانستان سره د مرستې په نوم خپلو لارو، بندرونو او سړكونو ته يې پرې پراختيا وركړه.

ايران په افغانستان كې واك ته د خپلو لاسپوڅو په رسولو سره فكر كاوه چې په لنډه توګه به وكولاى شي له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي، خو په سيمه او سياست كې د نړيوالې ټولنې فعال شتون د ايران د شومو موخو مخه ونيوله او په پاى كې دى ناچاره شو چې په افغانستان كې د خپلو دوكتورينو د تعقيبولو له پاره د دولت له مخالفينو څخه كار واخلي. ايران دا مهال د افغانستان په لويديځ كې د دولت ضد ډلې په وسلو او پيسو سمبالوي او هم طالبانو ته مرستې وركوي، خو له طالبانو سره د دوى مرسته تر خپل هدفه پورې ده او په دې خاطر نه ده چې طالبان يو ځل بيا واك ته ورسېږي او دا مرسته دې د ښيګڼې له پاره وي.

په دې وروستيو كې چې كله له طالبانو سره د پخلاينې او جوړجاړي اوازې ډېرې شوې، نو ايران او روسيه لومړني هېوادونو وو چې له طالبانو سره د پخلاينې او جوړجاړي د خبرو كولو ډېر سخت مخالفت يې وكړ.

ايران له طالبانو سره هيڅكله كومه خواخوږي نه لري، يوازې په افغانستان كې د جګړې او بې ثباتۍ د دوام له پاره دوى ته وسلې او پيسې وركوي.

بل خوا امريكه په پام كې لري چې پر پاكستان او ايران د هغه هيوادونو د اټومي پروژو د مخنيوي له پاره يرغل وكړي، چې دغه د ګډ دښمن شتون هم كولى شي له طالبانو سره د ايران او پاكستان مرسته او همكاري رامنځته كړي، خو دغه دواړه هېوادونه د پښتنو او د افغانستان د كمزوري كولو په اړه يو شانته نظر لري او دا رنګه هڅې پر مخ بيايي.

بل پلو ايران ته د افغانستان د شمال د ځمكو ادغامول هم ستونزمن برېښي، ځكه د هيواد په شمال كې د قومونو بافت داسې دى چې يو په بل كې سره ننوتي او ګډې سيمې او ګټې لري.

د بېلګې په ډول په بدخشان كې تاجك زيات دي چې بيا له ايران سره يې پر لاره په تخار، ، كندز، بغلان، سمنګان او بلخ كې ازبك او پښتانه پراته دي چې له ايران سره ادغام يې ناشونى كوي. همدا راز په سرپل، جوزجان، فارياب، بادغيس، فراه، نيمروز او هرات كې د دغو ولايتونو ادغام ناشونى ګرځولى او همدا راز د دغو سيمو د مېشتو قومونو مذهب چې سني دى بل درد سر دى چې له ايران سره د دغو سيمو د ادغام په مخ كې پروت دى. بل پلو د ايران او امو په شمال كې د سني تاجكو، ازبكو او تركمنو شتون د ايران د پراختيا غوښتنې په لار كې بله ستونزه ده او بل پلو كه چېرې تاجك مېشتې سيمې له ايران سره يو ځاى هم شي، نو په ايران كې د سني مذهب پيروانو او هزاره ګانو ته چې مغل دي او د چنګيز او تيموريانو په وخت كې د دوى له كارنامو څخه بدې خاطرې لري او بربر يې بولي، په ښه سترګه نه كتل كيږي او دوى ته به هيڅكله لكه د افغانستان په شان د ايران په حكومت كې دويم ځاى ورنه كړ شي او له بشپړ محكوميت سره به مخ شي. يو له هغو لاملونو څخه چې ايران د دغو قومونو ادغام ته زيات زړه نه ښه كوي، كېداى شي همدغه مساله وي او هم ايرانيان د دوى له سني لږكيو سره د افغانستان د سنيانو له يو ځاى كېدلو او پياوړي كېدلو ډار لري چې ګوندې كېداى شي دغه لږكي يوه ورځ د ايران په ختيځ، سويل او شمال كې د خراسان او بلوچستان په نومونو سره له ايران څخه جلا شي.

خو له دې سره سره بيا هم ايران په ناامنۍ او كمزورۍ كې د افغانستان د ساتلو هڅې كوي او دا يې د افغانستان ضد دوكتورينو له لومړيتوبونو څخه دي.

لنډه دا چې ايران او پاكستان د خپلې ځمكنۍ بشپړتيا او يووالي د ساتلو له پاره په افغانستان كې لاسوهنه كوي او په فقر، جګړه، ناامنۍ او كمزورۍ كې د افغانستان په ساتلو سره غواړي چې يوه ورځ دغه هېواد تجزيه او د يو ګواښ په توګه له خپلې مخې څخه يې لرې كړي.

پاكستان او ايران دواړه د افغانستان د كمزوري كولو له پاره د افغانستان د وګړو او روحانيونو تر منځ د مذهبي تندلارۍ او ژبني او قومي تعصبونو له خپرولو او جګړو څخه كار اخلي او د مذهبي تندلارۍ له امله پر افغانستان رنګارنګې جګړې تپي او تحميلوي.

دوى په افغانستان كې د مذهبي تندلارۍ پر مټ ملي او هېوادني احساسات په افغانانو كې وژني او د افغانانو د خپلواكۍ او ملت پالنې احساسات تروروي.

دوى په افغانانو كې د ملي احساساتو په كمزوري كولو او د مذهبي احساساتو د پياوړي كولو پر مټ غواړي چې افغانستان تجزيه او د خپلو ښكېلواكيو يوه برخه يې وګرځوي. دوى په ظاهره د افغانستان په لږكيو د ترحم لاس راكاږي او ډيركي د خپل قهر او غضب موخه ګرځوي.

د دوى دواړو اصلي ګوزارونه پر پښتنو دي او پښتانه پرته له دې بله لار نه لري چې په خپلو سيمو كې د اسلامي بنسټ پالنې په مخنيوي سره د خپلې واكمنۍ او خپلواكۍ ساتنه وكړي.

پښتانه بايد د بنسټ پالنې پر ځاى چې په حقيقت كې د دوى له پاره كېندل شوى كنده ده خپلې پښتونولۍ او د ولس پالنې سياست ته مخه كړي، كه داسې ونه كړي، نو د جنت د وعدو په وركولو سره به پاكستان او ايران په خپل منځي جګړې سره ټول پښتانه د مذهبي بنسټ پالانو په لاس لومړى كمزوري او بيا د نړۍ له جغرافيې څخه ورك كړي.

تاسو د بنسټ پالانو او د مذهبي، قومي او ژبني تعصب پالانو سيټونه وګورئ چې افغان ولس ته كوم وييونه او كلمې كاروي؟ ايا دا ټولې توجيې او د افغان ولس د وركاوي ايډيالوژۍ نه دي. د بېلګې په توګه:

رودكي يو پارسي ژبى شاعر دى او په اړه يې بايد خبرې په پارسي ژبه وشي(د ايران قونسل په هرات كې)

نن د ناټو او امريكې په بمبارۍ كې شل تنه ترهګر په كندهار كې ووژل شول، ولې داسې نه ويل كيږي چې نن په كندهار كې شل تنه پښتانه چې د نظار شورا د ايران پلوي دولت او پرديو له جګړې څخه بېزاره دي د پرديو په بمباريو كې ووژل شول.

نن د اجيرې اردو د شپاړسو كسانو څخه سرونه غوڅ شول او يا له خېټې نه اره شول. ولې داسې ونه ويل شي چې نن د پنجابيانو له خوا او د پښتون ضد پنجابي ملا مولانا فضل الرحمن په فتوا چې د پاكستان د استخباراتو له خوا د 6000 جريبه ځمكې د بډو په بدل كې يې وركړې ده، له شپاړسو پښتنو وروڼو څخه زموږ د يو شمېر نادانو او بېسواد پښتنو پر مټ  سرونه غوڅ شول.

كه د پښتنو تر منځ همدا توجيې او نومونه وي نو پښتون برباد او غلام ګوره او همدا حال به وي چې نن د پښتنو په سيمو كې روان دى، تر څو چې دغه نومونه او توجيهات د پښتنو له منځه ورك نه شي او دغه كلي ته د بنسټ پالنې ترور، شر، راكټ،  ګولۍ او فتنې پر ځاى مينه رانشي، نو هيڅكله به دلته د الله ج د رحمت پريښتې، خوشالي، سرلوړي او سوكالي را نشي .

Copyright Larawbar 2007-2024