بنسټ پالی که پیاوړی مسلمان ؟

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 5th, 2008


مجنون،ساحر،شاعراوداسي نور….هغه القاب دي چي ۱۵۰۰ کاله وړاندي داسلام وسترلارښودمحمدرسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته د مکې مشرکانواستعمالول . دنوموړي دبلنې په لارکي دخنډونوپيداکولواوداسلام دسپېڅلي دين دمخې ډب کولولپاره کفاروداسي بې بنسټه اوبرملادروغ ويل چي دپيغمبر(صلی الله عليه وسلم) له مبارک شان سره یې هيڅ اړخ نه لګاوه . له دي ټولوسره سره پيغمبر(صلی الله عليه وسلم) خپله دنده په ښه توګه سرته ورسوله . په دې لاره کي الله ورته ستربری ورکړ،دوخت فرعون اونمرودیې ټولي نړۍ ته رسوااوذليل کړل . ترپيغبمر(صلی الله عليه وسلم) وروسته دهغه (صلی الله عليه وسلم) خلفاء راشدينوهمدالاره تعقيب کړه دالله (جل جلاله) داسپېڅلی اومقدس پيغام يې دنړۍ هر ګوټ ته ورساوه . هغه مهال هم چي دپيغمبرخلفاووددې مقدس هدف لپاره ددنياله زبرځواک سره ډغرې وهلې د جهان کفري قوتونويې دبدنامۍ لپاره همداسي لاري چارې لټولې . خپلوولسونوته يې دمسلمانانو دوحشي ښودلولپاره بې بنسټه تبليغات کول . تبليغات دمسلمانولپاره خطرناک ثابتېدل اوپه هرځای کي دمسلمانانوپه وړاندي مقاومت دهمدې بې اصله تبليغاتوپايله وه .خورښتينواومؤمنومجاهدينودکفاروداشوم اهداف پوره کېدلوته پرې نه ښودل . ترهغه راوروسته مسلمانانوونړيوالوته له هرې لارې چي شوني وه داسلام سپېڅلی پيغام ورساوه دجهاد،تبليغ،ليکنواونورووسايلولارې يې سلګونه انسانان داسلام په دائره کي شامل کړل،خوبل لورته کفارواوداسلام نوردښمنان هم لاس ترزنې ناست نه وو،بلکه هغوئ داسلام اومسلمانانو دبدنامولولپاره خپل ذرائع اووسائل په کار اچولي وو. تل يې هڅه کوله چي پیاوړی اوټينګ مسلمان وعامو مسلمانانوته په ډيروبدواشخاصومعرفي کاوه، اهداف اوموخې يې ورته خطرناکې ښودلې،په داسي حال کي چي هغه مسلمانان به ددين داصلي څيرې په څرګندولو اوخپل ولس اوملت ته په خدمت کولو دډيرو لويو قربانيو ورکولوته اړشوی ؤ. دداسي بېلګوشتون په تاريخ کي کم نه دی،خوموږدهغوله وړاندي کولوڅخه ډډه کووځکه وېرېږم چي مضمون رانه اوږدنه شي اوزه هڅه کوم چي د مضمون الفاظ اوکلماتي کمې اودمحتواله پلوه پوره غني وي،يوازي دنن حالات له پرون سره په پرتله کولوبسنه کوم .لکه وړاندي مي چي وويل مشرکينودپيغمبر(صلی الله عليه وسلم) په شان کي څومره سپکوونکې القاب استعمالول،نن هم کټ مټ کفارودمؤمنواشخاصوپه شان کي دارنګه کړنې ترسره کوي،داسلامي امت ستررهبرپه تروريست،دهشت ګر،ډاراوويره اچوونکي بنسټ پال او داسي نوروسپکونکوالقابوسره يادوي هڅه کوي چي محبوبيت يې دمسلمانانوپه زړونوکي راکم کړي،خپل څوتالي څټي يې دواک پرګدۍ کينولي دي دمسلمانانوپه زړونوکي دخپلوغلامانود عزت پيداکولومسلمانانوته ددي يقين ورکول چي همدوئ ستاسودقیادت اومشرۍ لپاره وړاولائق کسان دي خپل ټول ذرائع اووسائل په کار اچولي دي يولورته که يې داسلامي امت ځوان نسل دفحشاسمندرته ټېل وهلی دی،بل لورته يې دتبليغاتوپه وسيله دهغوئ ذهنونه هم داسي جوړکړي چي په ټولنه کي چي هرڅوک زيات فاحش،بدکاری،بداخلاقه،بدکرداره اودکفري اهدافوپه وړاندي نه خنډکېدونکی وي داکس دواک اومشري لپاره ترټولوهغوکسانوچي داسلامي اساسات ساتي،داسلام په اصلي روح دخپل ځان اونوروپوهولوهڅه کوي،ډېرموزون کسان دي ځکه ددې کسانوپه مشرتوب کي دکفراغراض اومقاصدپوره کيږي خوبرعکس که داسلام رښتينی بچي ودې واک اوګدۍ ته ورسيږي نونه داچي ددوئ موخې نه ترلاسه کيږي،بلکه دتاريخ لوری به هم بدل کړي .غرض داچي کفري نړۍ تل داسلام رښتني بچي اوټينګ مؤمن دتروريست،دهشت ګر،ويره اچوونکي او نوروپه نومونوسره يادکړي که څه هم امت ددوئ ترستراحسان لاندي دی خوبل لورته يې اسلام دښمنه ځواکونه دبد نامۍ لپاره هررازدسيسې اوپلانونه جوړوي .۰۰ ۱۵ کاله وړاندي چي الله  ددوئ تبليغات بې اثره کړل اواسلام ته يې غلبه ورکړه،ددوئ شوم اهداف يې پوره کېدلوته پرېنښودل اوس هم له لوی اومتعال خدای څخه دهمداسي ناکامۍ،ذلالت اوپه اهدافوکي دناکامۍ پوره هيله لرم

Copyright Larawbar 2007-2024