د القاعده پر ضد د کابل او اسلام آباد اتحاد

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 5th, 2008


اسوشیټیډ پریس په خپل تازه خبر کی وایی چی د افغانستان او پاکستان تر منځ د القاعده پر ضد د ګډ جنګ د پر مخ بیوني لپاره موافقه وسوه . دا خبری اتری چی د حامد کرزي او آصف زرداری تر منځ د ترکیې په منځګړتوب په استانبول کی روانی دي ، دواړو خواوو ومنل چی د القاعده او تروریزم پر خلاف به د یوې ګډي ستراتیژۍ له مخی مبارزه کوی . د ترکیې ولسمشر عبدالله ګل وویل چی دغه درې هېوادونه راضی سول چی خپل تر منځو سیاسی ، اقتصادی ، پوځی او امنیتی مرستی مضبوطي کړی . خو په افغانستان کی د امریکایی پوځ جنرال مایکل ټکر وویل چی په صحنه کی پاکستانی پوځ زموږ سره د طالبانو د تعقیب ، راښودلو او ځپلو په برخه کی ښه عملی مرسته کوی او د ممبیی پیښو د هغوی دا کومک لږ کړی نه دی .

Copyright Larawbar 2007-2024