دعدلي وزير ٨ بنديان وژلي او١٣موټپيان کړي دي
اداره دجمعې ورځ دليندۍ ١٥مه
دعدلي وزير ومنله چې دڅرخې پله په زندان کې يې اته بنديان په ډزو سره و ژلي او١٣تنه يې زخميان کړيدي
دعدلي وزير سرور دانش چې دجمعې په ورځ له غرمې وړاندې يې په خپل وزارت کې خبري کنفرانس ورکاوه خبريالانوته وويل چې دوي دڅرخي پله په زندان کې ددريم اوڅلورم بلاک له بنديانو وغوښتله چې ددوي دعملياتو په وړاندې مخالفت ونه کړي خو بنديانو مخالفت وکړ اوددوي لخوا پر ډزې وشوي چې بل آخره په کې اته تنه بنديان ووژل شوي او١٣تنه ټپيان شول .
خوبنديان دوژل شويو بنديانو شميره ٣٢تنه اودټپيانو بنديانو شميره له ٥٠ زياته ښيې .
دعدلي وزير په زغرده وويل چې دوي دقانون له مخې کولاي شي چې ددغه بنديانو په وړاندې چې په څرخې پله ز ندان کې بنديان دي وسلې وکاروي او مړه يې کړي .
دعدلي وزير دخپل دغه عملياتو دلاښه قانونمندي په خاطر خبريالانوته وويل چې په دې اړه ولسمشر کرزي دويزرانو په غونډه کې ورته په ټينګه وويل چې دکورنيو چارو وزارت اوددفاع وزارت اودملي امنيت سره په ګډه به عمليات کيږي اوپل چرخې زندان بۀ تالاشي کيږي .
خوبنديان بيا وايې چې دوي هيڅ ډول مخالفت نه وو کړي چې دڅلوور لوريو پرې دډزو باران پيل شوي اوپه لسګونوبنديان يې ياورته مړه اوياهم ټپيان کړل .
نوموړي وويل چې دپل چرخي ددريم اوڅلورم بلاک په دهليزونو کې مړي اوټپيان نه ځايږي اودولت بايد يوداسي پلاوي راوليږي چې بي طرفه سازمانونو غړي په کې وي .
دغه راز بنديان دملګرو ملتونودسازمان دمشر څخه غوښتنه کوي چې ورشي اودددوي په وړاندې دهغه و ژنې پوښتنه وکړي کومه چې ددوي په وړاندې دڅرخې پله په ز ندان کې روانه شوي دي .
دڅرخې پله نه وروستي معلومات چې لراوبر ته رارسيدلي هغه دادي چې دامهال هم ډزې رواني دي اويوشمير بنديان اوس هم ترمحاصرې لاندي دي .