د افغان خبریال میرویس جلالزي موټر غلا شو

د لراوبر اداره | نوومبر 26th, 2008



ناپیژاندو وسله والو  تیر مازدیګر د  کابل – کندهار پر لویه لاره د میدان وردګو په شش قلعه سیمه کې چې په شش ګاو مشهوره  ده  د افغان خبریال او د بینوا ویب پاڼی د همکار  میرویس جلازي موټر غلا او نوموړی یې سخت وهلي ډبولی دی. دا پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې جلالزی له غزني ولایت څخه کابل ته  پر لار وو او مخ پټو وسله والو یې موټر په یوه غرنۍ سیمه کې  ودراوه او د هغه  تر وهلو ډبولو وروسته یې موټر ترینه په ناڅرګند لوري وتښتاوه . جلالزی غزني ولایت ته د یوې مرکې په موخه تللی وو او غلو یې دخبریالۍ وسایل،موبایل ټلیفون، یوه اندازه نغدي پیسې او د خبریالۍ اسناد هم له ځان سره وړي دي. تر اوسه د موټر څرک نه دی لګیدلی خو جلالزی د زیاتي درملني لپاره کابل ته لیږدول شوی  او روغتیایي حالت یې سم ښودل شوي.
نوموړي د بینوا ویب پاڼي له لاري له امنیتي چارواکو غوښتنه کړي چې د ده غلا شویو مالونو په موندلو کې ورسره مرسته وکړي .

Copyright Larawbar 2007-2024