ايساف پر دوه تنو ماين ښخوونکو بريد کړی دی

د لراوبر اداره | دسمبر 11th, 2008


د کندهار له نړيوال هوايي ډګر کي د ناټو ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي چي د د سې شنبي په  ورځ  د  ميوند ولسوالۍ  وچشمه كلي ته څېرمه پر دوه کسانو په داسي حال کي بريد وکړ چي غوښتل يې ماينونه ښخ کړي ، د خبرپاڼي په حواله د بريد په ترڅ کي يو تن ماين ښخوونکی وژل سوی او دوهم تن يې د نورو ملګرو سره يو ځای د ايساف ځواکونو له خوا نيول سوی دی . په خبرپاڼه کي ياد سوي ماين ښخوونکي ډار اچوونکي بلل سوي دي خو دا نه دي ويل سوي  نه دي ويل سوي چي له دې کسانو سره وسلې هم نيول سوي دي که نه .

Copyright Larawbar 2007-2024