د ناټو اکمالات، سیاسي بدلون، او خطرونه
په غربی مطبوعاتو کی، په افغانستان او منطقې کی څو مهمو پېښو ډېره توجه ورجلبه کړې ده. په پېښور کی، یاغیانو په یوې منظمی او حیرانونکې حملې کی د امریکا او ناټو بېشماره پوځی اکمالات، څه کم دوه سوه موټران، او څو هموي ګادۍ تباه او لولپه کړې. یوازی د موټرانو تاوان لس میلونو ډالرو ته رسېږی. په افغانستان کی د مېشتو خارجی عسکرو لپاره اکثره اکمالات او پوځی تدارکات د کراچی له بندرونو څخه را روان او بیا د تورخم او سپین بولدک په لارو افغانستان ته رسېږی. دې کاروبار او ټرانسپورټ په زرهاوو ټرک ډریوران او لارۍ په کار اچولی دی. اکثره پښتانه موټروانان له همدې لاری خپل رزق او روزی پیدا کوی. د یاغیانو همدا حملې به په اغلب ګومان د پښتنو او یاغیانو تر مینځ موجوده تاوتریخوالی لا زیات کی. په افغانستان کی د خارجی عسکرو ۷۰ فیصده اکمالات یوازی د خېبر له لاری تېرېږی. پدې څو وروستیو میاشتو کی، همدا لاره خورا بې امنه سوې ده. تېره میاشت، د یاغیانو یوې ډلی په سپینه ورځ د ناټو د اکمالاتو یو کتار برمته کی. بلخوا، د کابل د اوسنی واکمنانو د لړزانو او وروستیو ورځو په باب هم مفصل رپوټونه خپاره سوی یدی. هڅه سوې ده چی د رپوټونو اصلی او مهم ټکی وساتل سی او نور اضافه معلومات ترې لیری سی.
د گارډین ورځپانه د ډسمبر پر ۹ لیکي: په پېښور کي د ناټو د پوځي اکمالاتو او موټرانو سوځول، د ناټو اتحاد دېته اړایستلی دی چي افغانستان ته د اکمالاتو د رسولو لپاره پر نورو لارو چارو باندي غور وکي. ناټو غواړي چي د افغانستان د شمالي گاونډو هېوادونو له لاري خپل نظامی اکمالات برابر کړي. ناټو د ترکمنستان، اوزبکستان، او تاجکستان سره خبري کوي چي د ناټو اکمالاتي موټرانو ته اجازه ورکي چی له شمال څخه د افغانستان خاوري ته ننوځي. همدا اوس، د ناټو اکثره اکمالات د پاکستان له لاري تر سره کېږي.
که څه هم د ناټو چارواکي په پېښور کي د څه د پاسه سلو لاریو، پوځی موترانو، او نور نظامی تدارکاتو سوځېدل ستراتیژیک شاتگ نه بولي، خو مستقل مبصرین دا حمله ډېره خطرناکه او منظمه گڼي. پدې بريد کي څه د پاسه سلو طالب جنگیالیو برخه اخیستې وه. په یوې بلی حملې کی، طالبانو هغه ۵۰ لارۍ سټ کړې چي په افغانستان کي یې د مېشته ناټو عسکرو لپاره اکمالات رسول. تېره میاشت، ۶۰ طالبانو په سپینه ورځ په خېبر کي د ناټو د اکمالاتی لاریو یو درست کاروان برمته کی. د پېښور پولیس وایي د یکشنبې په برید کي ټوټال ۱۴۵ لارۍ، کانټېلرونه، او پوځي موټران تباه سول. مبصرین وایی دا حملې د طالبانو لپاره تبلیغاتی بریالیتوبونه دی، او هم د متحده ایالاتو او پاکستان پر موجوده کش او ترینگو اړیکو باندي فشار لا زیاتوي.
ناټو افغانستان ته د خپلو اکمالاتو د رسولو لپاره شخصی قرار دادیان استخداموي چی اکثره یې پښتانه ټرک ډرایوران دي. مبصرین ګمان کوی چی که چیری طالبان همدې حملو ته دوام ورکي، ضرور به د هغوی او محلی خلکو تر مېنځ تاوتریخوالی او اختلافات لا ډېر سی. په افغانستان کی د ناټو عسکرو لپاره ۷۰ فیصده اکمالات د کراچي بندرونو ته رسېږي او بیا وروسته د مځکی له لاري افغانستان ته رسول کېږي. په کندهار او هلمند کی پراته د کاناډا او برتانیې عسکر خپل اکثره اکمالات او تدارکات د کراچي –کوټه- کندهار له لاري پوره کوي.
بلخوا، د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ډسمبر پر ۸ لیکي: د افغانستان لپاره د ملګروملتونو خاص استازی، کی ایډی، وایي بین المللی قوه مجبوره ده چی د افغانانو کلتور او دود ته احترام وکي، مجبوره ده چی د ملکی کسانو مرګ ژوبله را کمه کی، او هم د بیاودانولو کارونه ګړندی کړی. کنې نو افغانستان به نور هم بې ثباته او نا ارامه سی. هغه وایی: امریکایی بمباریو او د عامه خلکو وژل افغانان سخت په غوسه کړی دی، او د افغانانو او بین المللی قوې تر مینځ یې فاصله زیاته کړې ده. دغه راز، افغانان د بیاودانولو د سوکه او مړژواندی پروګرام په باب هم اندېښمن دی. اوه کاله را وروسته، سړکان وران او ویجاړ دی. فقر او نېستی عامه اوله ورایه څرګنده ده. او دبېکاران لښکر ورځ په ورځ زیاتېږي.
ښاغلی کی ایډی وایی افغانانو ته باید د خپل هېواد په اداره، کنټرول، او امنیت کی زیاته ونډه ورکړه سی. د افغانی حکومت موسسات باید تقویه او غښتلی سی، افغانان باید د تصمیم نیولو په پروسه کی پوره ونډه ولری، او لنډه دا چي افغانان باید خپل برخلیک پخپله وټاکی او د پالیسیو په جوړولو کی مخکښ مقام او نقش ولری.
په همدې لړ کی، د نیویارک ټایمز اخبار د ډسمبر پر ۷ لیکی: امریکایی پوځی قومندانان وایی هغه اضافه امریکایی عسکر چی بل کال به افغانستان واستول سی، اکثره به یې د کابل د ښار په شاوخوا سیمو کی په تېره بیا د کابل په جنوبي برخو کی واچول سی. ځکه زیاتره قومندانان او دپلوماتان د کابل په شاوخوا کی زیاتېدونکی تشدد او مرګ ژوبلی اندېښمن کړی دی، او غواړی چی نوی امریکایی عسکر د لوګر او وردګ په ولایتونو کی د امنیت د ساتلو په منظور ځای پر ځای سی.
د نیویارک ټایمز ورځپانه زیاتوی: پنتګان غواړی چی افغانستان ته ۲۰۰۰۰ اضافه عسکر واستوی، او په اغلب ګومان به همدا عسکر د هېواد ناکرارو جنوبی سیمو ته واستول سی. امریکایی قومندانان وایی دوی نورو اضافه عسکرو ته سخت ضرورت لری. څو د یوې خوا کابل په وساتی اوله بلی خوا د لوګر او وردګو په ولایتونو کی یاغیان وځپلی. امریکایی قومندانان وایی د ژمی په جریان کی به جنګونه کم نه سی، طالبان به خپلو حملو ته زور ورکی، او سړکان او لویی لاری به نا امنه کی.
په پارلمان کی، د وردګ د ولایت استازې، مېرمن صدیقه مبارز، پخپل ولایت کی د نویو امریکایی عسکرو د زتاتېدو هر کلی کوی. هغه وایی امنیت دونه خراب دی چی د تېر کال راهیسی یې خپل ولایت ته له ډاره سفر ندی کړی، حال داچی وردګ له کابل څخه فقط ۵۰ مېله لیری دی.
بل پلو، د اکانومیسټ مجله د ډسمبر پر ۴ لیکي: ښاغلي اوباما افغانستان د خپلي خارجي پالیسۍ په لمړیتوبونو کي راوستی دی. مگر اکثره کابلیان د هغه کامیابۍ ته ډېر خوشبینه ندي. اکثره باور لری چي ښاغلی اوباما به ډېر لږ بدلون راولي. خو د اوباما انتخاب د ښاغلي کرزي لپاره بد زیری دی. ځکه د متحده ایالات په نوې اداره داسي کسان راغونډ سويدي لکه جو باېډن او هېلري کلنټن چي سیمه ښه پېژني او بدلون غواړی. مېرمن کلنټن افغانستان او پاکستان د هېرسویو جبهو په نامه یاد کړيدي، او غواړي چي ددې منطقې لپاره یو خاص استازي ونوموي. ښایې دغه نوی استازی، ښاغلی ریچارډ هولبروک، وي. ښاغلي هولبروک هم پر کرزي باندي زیات انتقادنه کړيدي. او هم په کابل کي د دوستم وروستي جنایت او وحشت سخت په غوسه کړی دی.
د اکانومیسټ مجله زیاتوی: د ښاغلي اوباما په اداره کی همدا نوي مامورین ښایي د ښاغلي کرزي لپاره ډېر گران تمام سي. د جمهورریس منتخب مرستیال، ښاغلی جو باېډن، په تېر ملاقات کي د ښاغلي کرزي خبرو او څرگندونو دونه په غوسه کړ چي مجلس یې پرېښود او له کوټې څخه ووت. ښاغلی هولبروک پخوا لا د ښاغلی کرزی د مشرتابه او کفایت په باب شک او تردید ښودلی وو.