غزل

د لراوبر اداره | دسمبر 11th, 2008


چی  بهار شي په چمن کٍې  بلبلان  خاندي
د تورو شپو ّپه  محفلو کې عاشقان  خاندي


پیغله  چه  ګودر  ته  هر سهار  را وځی
توراوربل کې یې نتکۍ او سور پیزوان خاندي


چه د نجونو شروماشورشي د ګودر په غاړه
په چمن کې مات بڼګړي او سره مرجان خاندې


څوک مینه،څوک نڅا او څوک دعا کړي
د جامونو په محفل کې ساقي او زاهدان خاندي


مۍ راواغله چه پری هیر کړو د جانان غمونه
په پیاله کې د یار زلفې تار په تار خاندي 


چیرته چه ځم غم راسره وي د یار
په رنځور زړه کې می د مینې سورانګار خاندي


امید لرم دیدن ته، نا امیده نه یم
د جانان کوڅه کې بیا بیلتون او حریفان خاندي 


د جانان وصال ته همیشه سترګې په لاریمه
په مین زړه کې مې د یار د زڼې خال خاندي


د میني خوند مې د خپل یار ونه لید
زه حامد پوهیږم چه په حال مې ټول جهان خاندي 


جاپان ۲۰۰۸،  د لوې اختر ورځ

Copyright Larawbar 2007-2024