د امریکا ددفاع وزیر رابرت ګیتس افغانستان ته تللئ  video

د لراوبر اداره | دسمبر 11th, 2008


د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس افغانستان ته تللی دی. هغه وایی چی د راتلونکي کال تر دوبي پوری به دې هېواد ته د امریکایي عسکرو دوې نوري محاربوي لوا گاني هم واستوي.


هغه مخکی له دې چی نن د پنجشنبې په ورځ کندهار ته ورسیږی په خپله الوتکه کی خبریالانو ته وویل چی دی توقع لری امریکا به دده په قول په دې مبارزه کی د اوږدې مودې د پاره شامله پاته وی، چی ددې خبري نه یې مقصد د افغانستان جگړه ده.

مگر هغه وویل چی دی غواړي دا یقیني کړی چی افغان قواوي به د یاغیانو او طالبانو سره په جگړه کی په مخکنۍ کرښه کی وی.

امریکایي چارواکو ویلي دي چی امریکا به بل کال ته افغانستان ته تر شل زره پوري نور عسکر هم واستوي چی د هغو ٣٢ زره عسکرو سره چي همدا اوس یې په هغه ملک کی لری یو ځای شی. او برسیره په دې، تقریبا په همدې شمیر د ناتو عسکر هم په هغه هیواد کی پراته دي.




Copyright Larawbar 2007-2024