ګيله
راشــــــــــه كيــــښنه چې دى وكړمـه ديدن
د مـــــــــــــــودو يــــم د لـــــيدو د ارمانجن
رقيـــــــــــبانو راكـــــول بــــه پــــــيـغورنه
يـــــــار د لاړو تــــــه يي پريښودى زبــون
هره ورځ وه كـــربـــلا هره شــپه به وه ماتم
ژاړيـــــــــدم بـــه پــه صحرا لكه مجــــــنون
لاس په لاس كې غيږ په غيږ كې راله راكړه
چــــې زه پـــوه شـــم ته جـانـان يي نـه بيلتون
اى زهيره جــــــانــــان ولـــي بـيغوري كړې
تــــه خــــو زړه او ځـــوان غزل يي د پښتون
شمشاد تلويزيون
د لوې اختر دوهمه ورځ
۱۹_۹_۱۳۸۷