ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 13th, 2008


د ارادې خپلواکې ورخپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د دفاع د وزیر رابرټ ګیټس په حواله لیکلي دي چې هیڅوک نه پوهیږي چې د افغانستان جګړه به څو کاله دوام وکړي.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې په نشه يې توکو د روږدو میرمنو په اړه په یو مطلب کې لیکل شویدي  چې په هرو دریو میرمنو کې یوه يې په نشه يې توکو روږدې ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بشر د حقوقو په نړیوالې ورځې پخپله تبصره کې په افغانستان کې د بشري حقوقو روان حالت ناورین ځپلې بللې دې.


د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د امریکا د دفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې راتلونکې ۲۰۰۹ میلادي کال د افغانستان لپاره مهم کال دې.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ولس مشر کرزي په حواله لیکلي دي چې  اداري فساد هم د کوکنارو په څیر د افغانستان نړیوال حثیت زیانمنوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کې مون په حواله لیکلي دي چې دغه سازمان د ترورزم په وړاندې په نړیواله مبارزه کې مرکزي رول لوبولې شي.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم پخپل لومړي مخ کې د امریکا ددفاع د وزیر وروستۍ څرګندونې راغستې او لیکلي دي چې د سیمې د شتو ستونزو او اړتیاو د پوره کولو لپاره نوې ستراتیژۍ ته اړتیا ده.

د ورځپاڼې په همدې مخ کې لیکل شویدي چې ملي جبهه د یو واحد او با اعتباره کاندید د لرلو په برخه کې له ستونزې سره مخ ده.

ورځپاڼه د موضوع په دوام لیکي  ملي جبهې غوښتل چې مصطفې ظاهر او یا هم پیر سید احمد ګیلاني د خپل کاندید په توګه اعلان کړي خو  داسې ښکاري چې دا جبهه له  ستونزو سره مخ ده.

په ورځپاڼه کې د پاکستان روانو ستونزو او پیښو ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې دا هیواد یو ځلې بیا د نړیوالې کرکې ښکار شوې دې.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پایلې څیړلي او لیکلي دي چې ددغو ځواکونو په وتلو سره به ترورستان بیا په افغانستان واکمن شي.

په ورځپاڼه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ او د هغې د مخنیوي په لارو چارو هم تبصره کړې ده.

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي چې افغانستان او پاکستان باید د ترورستانو په وړاندې په متحده توګه مبارزه وکړي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې د افغانستان په روانو ستونزو تبصره کړې او د چارو په افغاني کولو يې ټینګار کړې دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې پدې تینګار کړې دې چې د ترورزم په وړاندې موثره مبارزه د کابل او اسلام اباد ترمنځ زیاتې همکارۍ ته اړتیا لري.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې سوله تر هغو نشي راتلاې چې عدالت نه وي ټینګ شوې.

دې ورځپاڼې هم د امریکا د دفاع د وزیر په څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې په نویو لارو چارو کار کوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د هیواد د لویدیځ زون د پولیسو دا ګیله راغستې چې د ایساتف ځواکونه له دوې سره همکاري نه کوي.


خو د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په نړیوالو ځواکونو انتقاد کړې دې چې پخپلو کړنو سره يې په افغانستان کې د طالبانو بیرق اوچت ساتلې دې.

ورخپاڼې په افغانستان کې د بشر د حقوقو د تیریو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې او لیکلي دي چې د تیري کوونکو ګامونه لا چټک شویدي.

ورځپاڼې یو ځلې بیا په هرات کې د روانو نا امنیو په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې ددې نا امنیو علتونه باید په کابل کې ولټولې شي.

Copyright Larawbar 2007-2024