خوست: د يوې امنيتي پوستې وداني په بمونو والوځول شوه

19 | دسمبر 13th, 2008


ناڅرګندو وسله والو وړمه شپه د خوست لويديځ دوه منده ولسوالۍ، د بورګۍ په نوم امنيتي پوسته په بمونو والوځوله.

د سيمې ولسوال لطف الله ببكرخېل وايي، چې د شپې ناوخته په نوموړې پوسته كې څلور بمي چاودنې وشوې او له امله يې د ودانۍ درې خونې وېجاړې شوې.

ولسوال دا هم وايي، چې په پوسته كې امنيتي كسان نه وو، او د دې لامل يې هم د سرتېرو كموالى وښود.

څه موده موده وړاندې پر همدې دوه منده ولسوالۍ د موټر بم يوه بريد په پايله كې د څو عامو كسانو تر څنګ يو شمېر بهرنيو او افغان سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

Copyright Larawbar 2007-2024