خوست: بهرنيو ځواكونو د پارلمان يوه وكيل كور وپلاټه
په ولسي جرګه كې د خوست د يوه استازي (وكيل) امير خان صبري د كورنۍ غړي وايي، چې وړمه شپه كور ته بهرني ځواكونه ورغلي او د دوى كور يې پلټلى دى.
دوى دا هم وايي، چې ځواكونو يې څوك ويشتي، يا نېولي نه دي، خو يو شمېر وړې وسلې يې ترې وړې دي.
د كلاشنكوف، يا توفنګچې په كچه دا وسلې د خوست په هر كور كې د ځان ساتنې په موخه ساتل كيږي.
د نوموړي وكيل كور د خوست په صبريو ولسوالۍ كې دى، خو ويل كيږي، چې دى د كومې ورپېښې ناروغۍ له امله دا وخت په هندوستان كې دى.
د يادولو ده، چې څه وخت وړاندې په ولسي جرګه كې د خوست يوه بل وكيل مولوي حنيف شاه كور ته هم بهرني ځواكونو ورغلي وو او د نوموړي د كورنۍ څو غړي يې هم له ځان سره بېولي وو.
تر اوسه په دې اړه بهرنيو ځواكونو څه نه دي ويلي، خو په ولسي جرګه كې د خوست استازې ساهره شريف وايي، چې د دغو پلټنو له پاره به نن د ولسي جرګې له استازو سره خبرې وكړي.