بوش د وروستي ځل دپاره عراق ته سفر کوي  video

د لراوبر اداره | دسمبر 14th, 2008


جمهورريس بوش په يو ناڅاپي سفر د امريکا په  د بغداد په  لور خوڅېدلئ دئ .په پام کي ده چي بوش به د عراق له لومړي وزير نوري المالکی او ولسمشر جلال طالباني او د يو شمېر امريکايي سرتېرو سره ليده کاته وکړي .


ويل کېږي چي بوش به د عراقي مشرانو سره په عراق کي د امريکايي ځواکونو د پاته کېدو په اړه وږغېږي که دواړې  غواړي موافقې ته ورسېږي نو په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي به له عراقه د امريکايي پوځونو د وتلو تړون هم لاسليک سي .

د يادوني وړ ده چي شاوخوا يو لک پنځوس زره امريکايي پوځيان او ملاتړي يې دا وخت په عراق کي مېشت دي چي له دې جملې څخه ۴۲۰۰  امريکايي سرتيري او د بېلابېلو امريکايي موسسو کارکوونکي د بېلابېلو بريدونو په نتيجه کي پر عراق د امريکا د بريد راهيسي وژل سوي دي .

پاته دي نه وي چي د خبري کنفرانس په ترڅ کښي د يو تن له لوري پر بوش د بوټو مخامخ واري هم وسول ، چي په لاندي وېډيو کښي يې کتلائ سئ  :




 

Copyright Larawbar 2007-2024