له شیکاګو تریبیون سره د ولسمشر حامد کرزي مرکه

34 | دسمبر 23rd, 2008


دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۸ میلادی کال ددسامبر پر ۱۸ مه دپنجشنبې په ورځ په کابل کې دشیکاګو تریبیون له خبریالې کیم بارکر سره مرکه وکړه.

په دغه ځانګړې مرکه کې ولسمشر کرزي د اوباما دهغو نیوکو په اړه چې هغه دامریکا دجمهوري ریاست څوکۍ ته دنوماندۍ پرمهال کړې وې، غبرګون وښود او په افغانستان کې یې دامریکایي ځواکونو دپوځي عملیاتو پرڅرنګوالي نیوکه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې له تروریزم سره مبارزه دې زیاته پر پاکستان متمرکزه شي.

ده همداراز دالینویز دملي ساتونکو په نوم دامریکایي ځواکونو کورنیو ته چې په افغانستان کې به میشت شي، پیغام ولېږلو.

پوښتنه: د اوباما دهغې نیوکې په اړه چې ویلي یې وو، تاسو کمزوری عمل کویء او خپل ډېر وخت په بلنداژونو کې تیرویء، څه نظر لریء؟


ځواب:بلنداژ؟ موږ برعکس په مورچل کې یو او زموږ دوستان له موږ سره یو ځای په مورچل کې دي. موږ پر ۲۰۰۲ میلادي کال دبریالتوب لوړې پوړۍ ته ورسېدو او دافغانستان دخلکو بشپړ ملاتړ مو له ځان سره لرلو. طالبانو او القاعده له جګړې پرته په افغانستان کې په ځانګړې توګه ددغه هېواد په جنوبي سیمو کې ماتې وخوړه. اوس باید دیته پاملرنه وکړو او وګورو چې ولې موږ په مورچل کې او یا ستاسو په وینا بلنداژ کې یو. ولې موږ په بلنداژ کې یو؟ په زرګونو طالبان بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول او پر خپل عادي ژوند یې پیل وکړ. دایتلاف ځواکونو یو شمېر مفسد او بیکاره خلک استخدام کړل او له هغوی سره یوځای یې دسلګونو قومي مشرانو او دسیمې دخلکو پر کورونو یرغل وکړ او هغوی یې له خپلو کورونو او افغانستان څخه په تېښتې مجبور کړل. زما لپاره دحیرانتیا خبره ده چې لا تراوسه هم دافغانستان خلک له موږ څخه ملاتړ کوي او پر موږ باور کوي. دحیرانتیا ځای دی چې له دې سره سره چې اوس یې هم پر کورونو بمبارۍ کېږي، دوی، ددوی ماشومان او دکورنۍ غړي وژل کېږي، درپه در او خوارې یې په سر کېږي خو اوس هم ماته دجمهوررئیس په توګه راځي. که چېرې موږ ددغو مظلومو خلکو پر وړاندې په خپل چلند کې بدلون راولو، کولای شو په ډېرې ساده ګۍ سره له بلنداژونو او یا مورچلونو څخه راووځو. نړیواله ټولنه باید دخپلو تېروتنو پر سمون او اصلاح لاس پورې کړي او په افغانستان کې دې په خپل چلند کې سمون راولي او دافغانستان له دولت سره دې مرسته وکړي چې موږ وکولای شو لا ډېر کارونه ترسره کړو. له تېرو څو کلونو را په دیخوا موږ چیغې وهو چې نړیواله ټولنه باید خپله ټوله پاملرنه دتروریستانو پراصلي پټنځایونو متمرکزه کړي. خو زموږ چیغې چا وانه ورېدې، کلونه کېږي چې وایو دترهګرۍ پرخلاف جګړه په افغانستان کې نه، بلکې په ((پاکستان)) کې دهغوی په روزنیزو مرکزونو او پټنځایونو کې ده. ددې پرځای چې دایتلاف ځواکونه خپله پاملرنه هغو سیمو ته واړوي، برعکس دافغانستان کلیو ته لاړل او پرکورونو یې یرغل وکړ او دغیر قانوني وژنو مرتکب شول. وروستۍ بېلګه یې څو ورځې وړاندې په خوست کې وه چې ددغه یرغل له امله دیوې کورنۍ یو سړی، مېرمن او۱۲ کلن ماشوم ووژل شول. آیا هغوی القاعده وو؟ حتی که وه هم، نو آیا دغه ځواکونو دهغوی په خپلو کورونو کې دوژلو لپاره دمحکمې امر لرلو؟ آیا هغه ۱۲ کلن ماشوم او هغه مېرمن هم القاعده وو؟ که چېرې داډول چلند دوام ومومي، موږ به له نننیو مورچلونو څخه لا ژورو مورچلونو ته لاړشو او دتروریزم پرخلاف دغه مبارزه به له شرمناکې ماتې سره مخامخ شي.

پوښتنه: ستاسو موخه له وحشي کسانو څخه چې دایتلاف دځواکونو له خوا ګمارل کېږي، څه ده؟

ځواب: دایتلاف ځواکونو، وحشیان، جنګ سالاران او یا هرڅه چې تاسو ورته وایاست، وګمارل. دایتلاف ځواکونو ملېشې جوړې کړې چې له خلکو سره یې چلند سم نه وو، دوی لېږل کېدل چې دخلکو کورونه تلاشي او وپلټي، هغوی زنداني او وګواښي. اوه کاله کېږي چې زه په پرله پسې ډول ټینګار کوم چې دغه کار سم نه دی. موږ هڅه وکړه چې هغه کنټرول کړو، یو څه ښه والی په کې راغلی، خو اوس هم جریان لري. خو که تاسو غواړیء چې بریالي شیء، دغه کار ته باید دپای ټکی کیښودل شي. که چېرې دغه خپل سرۍ ختمې شي، موږ کولای شو حکومت جوړکړو، که چېرې دغه ځواکونه په خپل سر دخلکو کورونو ته لاړشي، خلک زنداني اوووژني، آیا دافغانستان خلک به دا احساس کړي چې حکومت لري؟ (( نه )) دا په حقیقت کې دافغانستان دحکومت تخریبول دي، که چېرې افغانستان یو خپلواک هېواد دی، که چیرې افغانستان دیو منتخب حکومت لرونکی دی، که چیرې افغانستان داساسي قانون لرونکی دی، که چیرې افغانستان قوانین لري او که چېرې شعار داوي چې په افغانستان کې ډیموکراسي اودولتي بنسټونه پیاوړي شي، بیا دې دافغانستان خپلواکۍ او دهغه قوانینو ته احترام وشي او هغه دې رعایت شي، نه داسې لکه همدا اوس چې پېښیږي، سرغړونه وشي. له دې امله له نړیوالې ټولنې او دامریکا له حکومت څخه زما غوښتنه او هیله داده په هماغه ډول چې ما په دې اړه دوی ته رپوټ ورلیږلی دی، چې راځیء یو ځل بیا ددوه اړخیزو اړیکو ددوام او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړو او هغه څه چې زما په حکومت کې سم نه دي، زه دهغو مسوولیت پرخپله غاړه اخلم، که فساد دی، که نیشه یي توکي او یا دکاري کفایت نشتوالی دی. موږ دکار ښه والي ته ژمن یو، لکه څنګه چې ښه والی هم رامنځته شوی دی او له نړیوالې ټولنې څخه غواړو چې دتروریزم پرخلاف دمبارزې په لاره کې دسمو وسایلو په کارولو، سم چلند او دافغانستان دخپلواکۍ او قوانینیو رعایت ته ځان ژمن کړي.

پوښتنه: په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو ډېروالی کومې ستونزې کولای شي حل کړي؟

ځواب: د افغانستان ښارونو او کلیوته دډېرو ځواکونو استول به هیڅ ستونزې حل نه کړي، خو سرحدي سیمو ته دزیاتو ځواکونو استول کېدلی شي ګټور تمام شي. دډېرو ځواکونو استول هغه مهال ګټور تما میدی شي چې دهغو سیمو په بیرته نیولوکې له افغاني ځواکونو سره مرسته وکړي چې دیو شمېر ستونزو له امله زموږ له کنټرول څخه وتلې دي. موږ یوازې په همدغه برخه کې مرستې ته اړتیا لرو او نورو سیمو ته دهغوی استول لازم نه دي.

پوښتنه: خو امریکا غواړی چې تر راتلونکې میاشتې پورې دخپلو څلورزره ځواکونو ډېری برخه دمیدان وردګو او لوګر په ولایتونو کې ځای پر ځای کړي، په دې اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب:فکر نه کوم چې موږ به په دغو ولایتونو کې زیاتو ځواکونو ته اړتیا ولرو، فکر کوم چې موږ په سرحدی سیمو کې ددغو ځواکونو شتون ته اړتیا لرو، په ځانګړې توګه په هلمند کې چې وکولای شو دغه ولایت دافغانستان دخلکو او ددغه هېواد دقوانینو ترکنټرول لاندې راولو.

پوښتنه: په راتلونکي کال کې دجمهوري ریاست لپاره انتخابات ترسره کېږی، ایا تاسو به ځان کاندید کړی، او آیا اوسني حالت ته په پاملرنې سره څه فکر کوی تاسو ته به خلک رایې درکړي؟

 ځواب:ما نه غوښتل چې بیا ځان کاندید کړم خو اوس مې تصمیم نیولی ځکه چې ډېره تجربه مې ترلاسه کړې او له نړیوالې ټولنې سره اړیکې لرم چې پر حقایقو او صداقت ولاړې دي، خو کله کله ورته همدغه ترخه حقایق آزارورکوونکي شي، ما ورسره خبرې وکړې او دا زموږ دهېواد دښه والي لپاره دي. دحقایقو ویل ورته دترخو درملو په څېر دی ځکه چې ما تل دافغانستان دخلکو دساتنې لپاره په پرله پسې ډول غږ پورته کړی دی او دافغانستان خلک دخدمت مستحق دي. ما له نړیوالې ټولنې سره ترخې خبرې کړې دي ځکه زه دداسې افغانستان پلوی نه یم چې دنړیوالې ټولنې دغاړې باروي. غواړم دافغانستان پیل شوی سفر بشپړ کړم او دغه ماموریت دافغانستان اونړیوالې ټولنې دښه والي په خاطر پای ته ورسوم. غواړم نړیواله ټولنه په افغانستان کې بریالۍ شي چې ددوی په بریالیتوب سره به دافغانستان خلک ښه ژوند ولري او داهغه څه دي چې زه غواړم له دې لارې دافغانستان دخلکو په خدمت کې وواسم.

پوښتنه: آیا له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دوتلو لپاره کومه ټاکلې موده وجود لري؟

 ځواب: دټاکلې مودې په نوم کوم څه وجود نه لري او موږ هم ددغسې یوې ټاکلې مودې پلوي نه یو. موږ دبریالیتوب دمودې پلوي یو ،نه دوتلو دنېټې. موږ غواړو دبریالیتوب نېټه وټاکل شي، موږ دماموریت دبشپړېدو غوښتونکي یو، دماموریت بشپړېدل دترهګرۍ دماتې په معنی دي او دیو سوله یز، آباد او دموکراتیک افغانستان په معنی.

پوښتنه: ستاسو ټولیزه موخه له دغې نوې طرحې څخه چې نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کویء څه شی ده؟

 ځواب: په افغانستان کې دپوځي عملیاتو دڅرنګوالي په اړه له نړیوالې ټولنې سره زموږ داړیکو په باب بیا کتنه. دتروریستانو دپټنځایونو، دهغوی دمالي او سمبالښت دسرچینو دله منځه وړلو په لاره کې دتروریزم پرخلاف پر موثرې مبارزې ټینګار، دهغو نا اګاهانه خنډونو لرې کول چې دافغانستان ددولت دلارې په سرکې پراته دي او دولت دې ته پرېښودل چې خدمت وکړي او ځان ځواکمن کړي،له افغانستان سره دنړیوالې ټولنې له خوا دګټورو او موثرو مرستو وړاندې کول. ستاسې مرستې کولای شي په افغانستان کې ډېر موثریت ولري که چېرې دهغو دلګښت په څرنګوالي کې بدلون راشي او همداراز دمرستو په اړه همغږي رامنځته شي.

پوښتنه: آیا فکر کوی چې ستاسو ګاونډی پاکستان دتروریزم پرخلاف مبارزه کې جدي دی؟

 ځواب: جمهوررئیس زرداري جدي دی، هیڅ شک وجود نه لري. هیله لرو چې دی او دده حکومت وکولای شي په دې لاره کې بریالي شي. زه پر جمهوررئیس زرداري او دهغه پرنیت باور لرم. هغه دتروریستانو له خوا کلک ګوزار خوړلی او زه باور لرم هغه څه چې لازم دي، هغه به یې ترسره کړي.

پوښتنه: دقوي پوځی اواستخباراتي ادارو دکنټرولولو په لاره کې دپاکستان دملکي حکومت دځواکمنۍ په اړه ستاسو نظر څه دی؟

ځواب: دا جلا موضوع ګانې دي، دجمهوررئیس زرداري نیت پاک دی خو ځواکمني بل شی دی چې موږ یې باید دتحقق په لاره کې مرسته وکړو.

 پوښتنه: دپاکستان دملکي حکومت دکړنو په اړه څه فکر کویء؟

ځواب: جمهوررئیس زرداري او دهغه حکومت دترهګرۍ پرخلاف مبارزې ته ژمن دي، خو دتروریستانو پټنځایونه لا تراوسه هم وجود لري چې موږ ټول باید له یو بل سره همکاري وکړو چې هغه له منځه یوسو. په خواشینۍ سره چې اوس مهال پاکستان هم له دې اړخه کړېږي ځکه چې موږ په موقع ددغو پټنځایونو دله منځه وړلو لپاره په اقدام لاس پورې نه کړ چې داهېواد دتروریزم قرباني شو.

 پوښتنه: ستاسو په نظر هغه لویه تېروتنه چې په تېرو اوه کلونو کې شوې وي کومه ده؟

 ځواب: دتروریزم پر پټنځایونو دتمرکز نه کول او دافغانستان دخلکو دښې ارادې نه درک کول.

پوښتنه: په تېرو اوه کلونو کې ستاسو لویه تېروتنه څه وه؟

ځواب: ډېر څه دی چې زه کولای شم دهغو په اړه خبرې وکړم، پر ۲۰۰۲ میلادي کال هغه مهال چې ما دنړیوالې ټولنې استازو ته دافغانستان له دولت څخه دملاتړ او دسیمه یزو زورواکو دبې وسلې کولو په اړه وویل ، هغوی ماته څرګنده کړه چې له تا سره په دې هکله موافق نه یو. هغه مهال باید زه ددغې مفکورې پر وړاندې درېدلی وای او ویلي مې وای، ښه نو دا په تاسو پورې اړه لري چې پریکړه وکړیء چې پاتې کېږیء او که ځيء. دوه میاشتې زه له نړیوالې ټولنې سره په خصوصي ډول او په ډېرې نرمۍ سره پر خبرو بوخت شوم. له بده مرغه چې ددوی ډیرو دغه کار زما کمزوري وبلله، خو دا زما کمزوري نه وه. دغه کار ددوی پر وړاندې زما داحترام او باور ښکارندوی و، چې ما غوښتل زموږ په اړیکو کې وجود ولري، او اوس چې په دې وروستیو دوه کلونو کې په لوړ غږ خبرې کوم له ۲۰۰۷ میلادي کال څخه وړاندې زما دنا رضایتۍ په معنی دی. زه غواړم په دې اړه تاسو ته بېلګه وړاندې کړم چې تاسو زما په منظور ښه پوه شیء. پر ۲۰۰۴ میلادي کال دافغانستان له هرګوټ څخه خلک راغلل او ماته یې وویل چې پولیس کمزوري دي، په ځانګړې توګه دکندهار ولایت دارغستان ولسوالۍ پولیس چې ۲۵۰ کیلو متره له پاکستان سره ګډه پوله لري. پر ۲۰۰۴ میلادي کال کې دارغستان ولسوالۍ خلک دجمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته ماته راغلل او ویې ویل: جمهوررئیس موږ یوازې ۴۰ تنه پولیس د۶۰۰۰۰ تنو لپاره لرو چې ددوی یو شمېر دناروغۍ له امله په رخصتۍ تللي او یو شمېر یې په خپلو دندو حاضر نه دي چې په دې ډول یوازې ۱۵ یا ۲۰ تنه په دنده کې حاضر دي چې نه وسایط لري او نه لازمه سمبالتیا او دمیاشتې ۲۰ ډالره تنخوا اخلي. ما دغه موضوع له خپلو نړیوالو ملاتړو سره شریکه کړه او موږ په دې اړه په وار وار خبرې وکړې. بالاخره زه فکر کوم چې پر ۲۰۰۵ او یا ۲۰۰۶ مو کلونو کې تر اوږدو خبرو اترو وروسته او دپرله پسې غونډو په پای کې چې ما په دې اړه په کې ډیر ټینګار کولو دایتلاف دځواکونو استازي ماته وویل چې (( ښاغلی جمهورریس دمثبتو کارونو په اړه فکر وکړیء، موږ کلینیکونه جوړو)) لکه چې کلینیک کولای شي په بشپړ ډول پولیس واوسي.

پوښتنه: داسې ښکاري چې تاسو له نړیوالې ټولنې څخه نا هیلي شوي یاست؟

ځواب:نه، داسې نه ده زه غواړم هغوی پوه کړم چې افغانستان او دهغه خلک ددوی دوستان دي او که چېرې لازم بنسټونه او ملاتړ دهغوی په واک کې ورکړي، بریالي به شي.

پوښتنه: له طالبانو سره خبرې اترې اوس په کوم حالت کې دي؟

ځواب: زه ډېر غواړم چې له هغوی سره خبرې اترې وشي، او ما دخپل کار له پیل څخه په دې اړه خپل نظر لرلو.خوزه دهغوی هېڅ پته نه لرم او نه پوهېږم چې هغوی چېرته پیدا کړم. تاسو کولای شیء چې پاکستاني طالبان پیدا کړیء خو نه پوهیږیء چې افغان طالبان باید چېرته ولټویء. زه هڅه کوم چې هغوی پیداکړم، زه به هغوی ته په پرله پسې ډول پیغام ورولېږم. ماته یې پته نه ده معلومه. یوه بله ستره ستونزه داده چې افغاني طالبان هېڅ پته نه لري. له دې امله هغه څه چې ما په لومړی سرکې وویل بېرته راګرځم، موږ باید دتروریستانو دپټنځایونو دله منځه وړلو په اړه له خپلو وروڼو سره په پاکستان کې خبرې وکړو او په دې اړه خپله پاملرنه متمرکزه کړو.

پوښتنه: دامریکا دمنتخب جمهوررئیس اوباما په اړه څه فکر کویء؟

ځواب:زه هغه یو غوره شخص بولم او ډاډه یم چې هغه دافغانستان دخلکو داړتیاوو او ستونزو په اړه دلازم درک لرونکی دی. زه دده څرګندونې دځان په اړه دنیوکې په توګه نه ګڼم ،هغه رپوټونه لولي، البته کله کله دیو شمېر مقامونو پر وړاندې موږ دلته جدي چلند کوو او کله چې تاسو له چا سره په جدیت سره چلند وکړیء، دغه موضوع به په هېواد کې دنظر وړ شخص په اړه په بېلابېلو بڼو انعکاس وکړي. وګوریء موږ دتروریزم پرخلاف دمبارزې په یوه پېچلې زماني دوره کې قرار لرو، هم دامریکا او هم دافغانستان لپاره دغه سفر له اوږده مهاله دوام لري او دیوه اوږده مهال لپاره به هم دوام وکړي، له دې امله ددغه سفر په جریان کې داسې ورځې وې چې موږ له یو بل څخه راضي نه یو، هغه ورځې چې له پخوا څخه موږ په لوړ غږ خبرې کوو. کله کله دامریکا رهبرۍ زما شدید الفاظ زغملي دي چې زه ددغه کارلپاره له هغوی څخه مننه کوم. او په یو شمېر حالاتو کې ما دافغانستان په اړه دهغوی نا کافي معلومات او پوهه زغملې ده.

پوښتنه : په ډیرو مواردو کې داسې ښکاري چې تاسو دهغو تېروتنو عامل پېژندل شوي یاست چې په افغانستان کې ترسره شوي اوخلک یوازې جمهور رئیس حامد کرزی دهرڅه لپاره تورنوي، تاسو په دی هکله څه فکر کوی؟

ځواب: دا په بشپړه توګه ناسمه خبره ده .خو پر دې سربېره زه جمهور رئیس یم اوطبیعي ده چېً خلک به ما تورنوي . زه جمهوررئیس یم اودهرڅه په اړه پرما نیوکه کېږي . دافغانستان خلک له ما نه غوښتنې لري ، نړیواله ټولنه له مانه غوښتنې لري زه اودافغانستان خلک له نړیوالې ټولنې نه غوښتنې لرو . خو دافغانستان خلک دځان په اړه زما داحساس اوهغه کارونه چې ما سرته رسولي دي، خبر لري .نړېواله ټولنه کله کله ددې مطلب له پوهېدو نه عاجزه وي. سربېره پردې ، نړېوالې ټولنې په تېره بیا لوېدیزې رسنۍ له هماغه پیل څخه ماته دکابل ښاروال خطاب کړی دی، اوتراوسه هم دغه حالت بدلون ونه موند ، په داسې حال کې چې موږ دافغانستان په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره داسې دولت درلودلی چې توانېدلی دهېواد تر نیمایی څخه په ډیر او۴۰۰۰۰ کلوته لاس رسۍ ولري ، د افغانستان د تاریخ په اوږدوکې دا لومړی ځل دی چې دافغانستان په ډیرې لرې سیمې یعنی دپامیر په لوړو څوکوکې ګرځند ه کلینیک ، روغیتایی اسانتیاوې اوښوونځي لیدل کېږي. په افغانستان کې دلومړی ځل لپاره کولای شی دسړک له لارې ډېرې لرې پرتې سیمې ته سفروکړیء. دافغانستان په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دهېواد په سلوکې ۸۵ خلک له روغتیایي خدمتونو څخه برخمن شوي. ډیر کارونه په هېواد کې ترسره شوي چې کولای شو دهغو یادونه وکړو او پر هغو وویاړو اوالبته نړېواله ټولنه هم په دې ویاړ کې له ماسره شریکه ده اوسره له دې چې پر نړیوالې ټولنې باندې دهغوی دتېروتنو له امله په غصه یم اونیوکه پرې کوم، له هغوی نه منندوی هم یم.

پوښتنه : ملکي تلفات اویرغلونه چې تا سو دهغو نوم واخیست لاهم دوام لري، آیا داسې وخت به راورسېږي چې افغانستان ووایي : نوربس ده اووغواړي چې نړیوال ځواکونه دې افغانستان پرېږدي.

ځواب: زه هیله من یم چې ملکي تلفات او یرغلونه ودرېږي. اوهیله من یم چې موږ دې پړاوته ونه رسېږو ، زه ډیر په غصه اوناراضه یم اوغواړم هغه څرګند هم کړم چې هغوی دافغانستان دخلکو اوزما له ناخوښیء اوغصې څخه خبر هم شي. خو دهغې علاقې له مخې چې په افغانستان کې دتروریزم دماتې او پر هغه باندې له بري اونړیوالی ټولنې سره یې ددوستۍ په خاطر لرو ، زه اودافغانستان خلک ډیر صبر لرونکي یو او هغوی زغموو.

پوښتنه : آیا تاسو به کله هم دبهرنیو ځواکونو دوتو غوښتونکي نه شیء؟

 ځواب: که چیرې دغه کاربند نه شي ، داسې ورځ به راورسېږي چې دافغانستان خلک به په ناببره توګه ددې امر غوښتونکي شي.

 پوښتنه : ترهغه ځایه چې دځواکونو ډېروالی او دسیمه یزو ملېشو پیاوړتیا مطرح ده، تاسو باور نه لریء

ځواب: ملېشې نه ،ګوریء هغوی زما په منظور نه دي پوه شوي، هغوی تېروتي دي، ورته ووایاست چې تاسو اشتباه کویء . ما نن په نړیوالو مطبوعاتو کې وکتل چې دقبایلي ملېشو دپیاوړتیا په اړه یې مطلب خپور کړی و. دا یوه فاجعه ده . داهغه څه نه دي چې مایې غوښتنه کړې وه. ما دافغان قبایلو د مشرانو اومخورو د باور ترلاسه کول غوښتي وو ، زه لومړی دهغوی د ځورولو ، ګواښونو اونیولواو دهغوی کورونو ته دننوتو دمخنیوي او ددې کار د پای ته رسېدو غوښتونکی شوی یم اوبیا دهغوی دباور دلاسته راوړو غوښتونکی یم اوداچې داکار باید دافغانستان ددولت له لارې اودهغه میکانیزم له لارې چې موږ یې وړاندیز کړی، وشي چې دملېشو ځواکمنېدل په کې شامل نه دي . دافغانستان خلک نورملېشې نه غواړي ، دافغانستان خلکو ډېرکلونه دملېشو رنځ ګاللی.

پوښتنه: ځینې خلک وايي چې افغانستان یوه ځواکمن لارښود ته اړتیا لري؟

 ځواب: دغه خبره څه مانا ورکوي؟ یو ځواکمن لارښود په څه مانا دی؟ آیا یو ځواکمن رهبر د خلکو د زنداني کولو په مانا دی؟ آیا یو ځواکمن لارښود له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د بهر کولو په مانا دی؟ آیا یو ځواکمن لارښود په ستراتیژۍ کې د بدلون د نه غوښتلو په مانا دی؟ یو ځواکمن لارښود څه مانا لري؟ آیا په دې مانا دی چې شخصي ملېشې او یوه شخصي اردو ولري؟ یا په دې مانا دی چې تل یې هیواد متحد ساتلی دی، افغانستان یې د ټولو افغانانو کور ګرزولی دی، د اړتیا پر مهال یې د هغوی غږ اوچت کړی دی، تقریبا د نړۍ له ټولو هیوادونو سره په تفاهم کې اوسېږي، د مطبوعاتو آزادۍ ته یې احترام ساتلی او د هغې د پراخوالي لپاره یې هڅه کړې ده، پر ډیموکراسۍ او د بیان پر آزادۍ باور لري او د نړیوالې ټولنې په کړنو کې د لازمو بدلونونو غوښتونکی دی. په هر صورت زه د بدلون غوښتونکی یم. زه په دې خبره تورن شوی یم چې یو ځواکمن لارښود نه یم او دا خبره زیاتره وخت د نړیوالې ټولنې له خوا مطرح کېږي. که چېرې زه له هغوی سره موافق وای نو دوی به هم زه یو ځواکمن رهبر بللی وای. کله چې زه د بدلون غوښتونکی کېږم نو زه یو کمزوری لارښود یم. کله چې ما چوپتیا غوره کړې وه، نو زه یو ښه رهبر وم خو کله چې ما خپل غږ اوچت کړ نو د یوه بد او قهرجن لارښود خطاب راته کیږي. زما په مطلب پوه شویء؟ خو د هېواد په داخل کې ما له نرمۍ څخه کار اخیستی دی، ډېر ډېر مې په نرمۍ رفتار کړی دی او دغه کار ما قصدا تر سره کړی دی. زه همېشه یو هڅوونکی اوسېدلی یم او هېڅکله مې په فشار او جبر بارو نه دی درلودلی او زما په عقیده دغه رفتار د دې سبب شوی دی چې موږ د کلونو په اوږدو کې د ستونزو اود هغه چاپیریال په پام کې نیولو سره چې هلته اوسیږو په دې بریالي شوي یو چې هېواد مو یو موټی پاتې شي. له ټولو ستونزو او ناخوالو سره سره موږ په دې توانیدلي یو چې افغانستان په سمه لاره روان کړو. نو له همدې کبله ما د هیواد په داخل کې له نرمۍ څخه کار اخیستی او په هغه ځای کې چې مو لازمه ګڼلې له بهرنیانو سره مو په جدیت رفتار کړی دی.

پوښتنه: د الینویز ملي ګارډ غواړي چې تر دویمې نړیوالې جګړې څخه را وروسته زیات شمېر سرتیري افغانستان ته را ولېږي، د دې ګارډ د سرتېرو کورنیو ته ستاسو پیغام څه دی؟

ځواب: د افغانستان د خلکو هوساینه، د افغانستان امنیت او په افغانستان کې د ترهګرۍ ماتې، په امریکا کې د خلکو هوساینه او امنیت تضمین کوي. افغانستان د سخت دریځو او القاعدې په لاس اشغال شوی وو او د هغه په نتیجه کې د امریکا خلکو هم تکلیفونه وګالل. کله چې پر ۲۰۰۰ میلادي کال ما د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ته خبرې کولې، نو په دې اړه مې په ښکاره توګه خبرداری ورکړ. نو له همدې کبله زه وایم چې افغانان ستاسو دوستان دي او هغه څه چې زه غواړم ووایم باید زیاته کړم چې د افغانستان له خلکو سره د دوستانو او متحدینو په څېر چلند وکړیء. پر هغوی باندې بدګمان کېږیء مه، په کورونو یې یرغل مه کویء، بلکې د هغوی ملاتړ جلب کړیء او هغوی له خپل ځان څخه لرې مه ساتیء.

Copyright Larawbar 2007-2024