طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د دولت سره مذاکرات رد کړل

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2008


وسلوالو طالبانو ددولت سره هر ډول مستقيم او غير مستقيم مذاکرات رسنيو ته د يوې اعلاميې په ترڅ کښي ټول بې اساسه اودڅينو خاصو كړيوله لوري دپلان شوي پروپاګند يوه برخه وبلل :

دمذاكراتودبي اساسه اوازوپه اړه :

دافغانستان داسلامي امارت دمقام اعلاميه

بسم الله الرحمن الرحيم

  داچي ددښمن له خولي مستقيماً اوياپه دښمنانو پوري د تړليو رسنيوپه توسط، وخت په وخت داسلامي امارت اومخالف لوري ترمنځ دمذاكراتواوازي خپريږي حقييقت دادى چي دافغانستان اسلامي امارت نه په سعودي عربستان كي مذاكرات كړي اونه يي هم په عربي متحده اماراتو اويا كوم بل ځاي كي اونه هم مادسعودي عربستان داسلامي دولت مشر اودحرمينوخادم ښاغلي عبدالله بن عبدالعزيزته اونه مي هم مخالف لوري ته كوم ليك ليږلى دى اونه هم دهغوئ له لوري ماته كوم پيغام رسيدلى دى . داهرڅه چي نشركيږي ،ټول بي اساسه اودخاصو كړيوله لوري ديوه پلان شوي پروپاګنديوه برخه ده.   

والسلام

د اسلام خادم أمیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) 

Copyright Larawbar 2007-2024