نعت
دارنګیـــــــــــــنه مدینه ده دامی کلی دجانان دی
شین ګنبده چی ښکاریږی پکی پروت نبی سلطان دی
دغه ښار دښايستو دی نازولی پکی اوس
دمولاپه نورروښانه دی ښاغلی پکی اوسی
هره دښته هریوغریه دالله په نورروښان دی
ودی ښارته ګران نبی موله مکی نه مسافرسو
خاص په مینه دسبحان دی له قریشو مرورسو
داوطن دهاشمی دی مکرم پرټول جهان دی
دلته پروت صدیق اکبر دی هم فاروق حضرت عمردی
دعثمان غنی مسکن دی څومره ښکلی منوردی
مهاجره فاطمه ده هم علی لوی پهلوان دی
دامدفن داصحابانو داحد دشهیدانو
داجنت الباقیه لوه مقبره ده ده غازیانو
دلته پروت امیر حمزه دی داسلام ستر قهرمان دی
پردی خاوره محترمه جانان ایښی قدمونه
هرسها راوهرماښام هم باندی اوری رحمتونه
دامحبوب د عمری دی ګران نبی مو قدردا ن دی