اشعار
څلورېزه
خوبونه ګډووډسوله خېالونه ګډوډسوه
دتوری شپی دزوره سهارونه ګډوډسوه
هلمنده تنها ته هسی دتورښامار خورک سوی
که ټله هیوادونه اوملکونه ګډوډ سوه
غزل
خېا ل کې راښکاره سې بېرته ورکه سې
اورسې په زړګې کې کله چړه که سې
ستورې سې اسمان کې دې لټون کوم
کله خوسپوږمې راته پرمځکه سې
بل ته که کاغې که توتکې ښکارې
ماته دطاوس مرغه بڼکه سې
کله چې غوسه سې نوخنداراسې
ځکه دډېردرده خو چپکه سې
اوس دې دې شېبې دمغرورې اشنا
کله خوبه ته هم په زړه نازه که سې
دادسېلاب زړه چې پام ازارنه کړې
ګوندې ته ېې تل دشعر ملکه سې