د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوښت د پوهاند صديق رښتين يادغونډه
دکلتوروزارت په نوښت :په کابل کې دپوهاند صديق رښتين په ياد غونډه جوړه شوه .
په کابل کې داطلاعات اوکلتور وزارت په نوښت دپوهاند صديق الله رښتين دلسم تلين په وياړ يادغونډه جوړه شوه چې په سلګونوتنو ليکوالانو ،شاعرانو ،دولتي چارواکيو اودپارلمان استازو ګډون کړي وو .
پوهاند صديق الله رښتين يوميالى اديب شاعر اوليکوال دي چې خپل ټول عمر يې پښتو ته وقف کړي وو اوهغه ددې ډګر يوستر نوميالى دي .
په هغه جوړه شوې غونده کې چې دانټرکانټينټال هوټل په تالار کې جوړه شوې وه دولسمشر حامد کرزي پيغام داطلاعات اوکلتور وزير لخوا ولوستل شو.
په پيغام کې راغلي چې رښتين دپښتوژبې په ډګر کې يوستر شخصيت وو اودهغه ياد بايد تل وساتل شي
هغه دکلتور وزارت دهڅو ستاينه وکړه چې دپوهاند رښتين په ياد يې غونډه جوړه کړي .
دکلتور وزارت په دې وروستيو کې مټې رابډ وهلې اودرې ورځې وړاندې يې دحکيم صاحب سنايي غزنوي په ياد دوه ورځنى علمي اوتحقيقاتي سيمنار جوړ کړي وو .