غزل
مه وژنۍ دا ښکلي امیدونه دي
دغه تنکۍ هیلی سره لا لونه دي
ولې بی سببه رژوئ ګلان
دا دملغلرو امیلونه دي
تندر دې په سر دظالمانو وی
سوځي په اورو کی چنارونه دي
بیا می غزلیز لا لئ راګیر نفاق
اوس می پا ڼي پآڼي رخمي زړونه دي
بیا ای بادامی سترګي شفق شفق
نغمي دوحدت بل څراغونه دي
کله به دسولې غوټۍ ګل په ګل
مړاوي می دلارې مشعلونه دي
اوری می پر زړه لکه شبنم لا لئ
وران می دتنکۍ زنې خالونه دي
کله به سپر لئ سپرلئ نګار زما
اوس اغزي اغزي سپین سهارونه دي
الکوزئ دې جار آی سندریز اشنا
بل کئ څراغونه وران ښارونه دي