شعر

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


هیلي می له درد سره پخلا سوی په یوه یوه
اوښکی می له سترګو را جلا سوي په یوه یوه
 
ما چی به ستا نوم پری اخیستئ هغه دخیال تسپي
پري سوي بی طالبه بی ملا سوي په یوه یوه


توري او زغري زموږ  دپلار نیکه
چیري دي  چا یووړي ټولي غلا سوی په یوه یوه


 څومره پښتني په پردی جنګ کی کونډي بوريسوي
مینزي سوي بی ستره بی کلا سوی په یوه یوه


 بخته زموږ دامن ښایسته او تاریخی سیمی
څنګه دسرو وینو کربلا سوي په یوه یوه

Copyright Larawbar 2007-2024