احسان الله درمل ته

د لراوبر اداره | دسمبر 27th, 2008


دكوم پيرباچامريديې ؟
په څېره كې دي رمزونه راته ښكاري ؟
داخبرې چا درزده كړې ؟
لاس نيوى  دي  دچاكړى ؟
په سندروچامين كړې ؟
داسندرې چا در زده كړې ؟
خدايزده  څه كوډې  دي كړې ؟
 په دې ښكليو ولې ګران يې ؟
كرۍ شپه راته ملنګه
دسندروسندرماري
دشعرونوټېكداري
چې دحسن په تاله كې
رانه سرپه قيمت اخلې
دځوانيوټېكداري
په معصوم غوندې اندازكې
په وړه نازكه ژبه
راته خوب كې يادولې
نواوس نرشه  اې  درمله !!!
دخپل پير په بركت دي
ورته داسې تاوېز راكړه
چې سندرې  ترېنه  اووري

Copyright Larawbar 2007-2024