کابل: د ښار په لوديځه څنډه کښي راکټ ۳ ميرمنې وژلي او ۴ ټپيان
تيره شپه اته بجې دکابل ښار لوديځ لو دوه راکټونه وتوغول شول چې په ترڅ کې يې درې ميرمني وژل سوي اودري نوري ديوسړي په ګډون ټپيان شوي دي .
دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارو مشر بريد جنرال عليشاه پکتياوال لراوبر ته وويل چې دغه راکټونه چې دپغمان دغرونوله طرفه پېر شوي دي دابشارو په سيمه او دخوشحال ميني دسپين کلې څلور لارې ته نيږدې ولګيدل .
جنرال پکتياول وويل چې دابشارو په سيمه کې راکټ په يوه کور لګيدلى وو اوپه يوه کور کې يې درې ميرمنې وژلي دي اوددري ميرمنې اويوبل تن سخت ټپي کړي دي .
دغه سيمه دپوليسو داکاډمۍ اودملي شاته پرته ده چې زياتره دملکي وګړو دهستوګنې کورونه دي .
څه موده وړاندې هم په کابل کې ښار بايند راکټونه توغول شوي وو خو کوم تلفات يې نه لرل .