ږو ، ږو
ږوپـه نازددلـــبرانــــــــو
ږوپه آه دسوخته ګانــو
ږوپـــــه کبردخـوبانـــــو
ږوپــه درددبېدلانـــــــو
ږوپه مینه درندانــــــــو
ږوپه زهددشیخانـــــــو
ږوپـــه غښودمژګانــــو
ږوپــه مرګ دفیدایانو
ږوپه عـــــــطردزلفانـــو
ږوپه قتل دچشمانـــــو
ږوپه چــــــــــم درقیبانو
ږوپه آه دمظلومانـــــــو
ږوپه توره دغازیانـــــو
ږوپه خون دشهیدانـــو
ږوپه درس دناصحانو
ږوپه کیف دشاعرانــو
* * *
ږوپه ننګ دافغانانـــو
ږوپه رنګ دترکیانــــو
ږوپه ګټه دنېکانـــــــــو
ږوپه قول دوافیانــــــو
ږوپه مینه دیارانـــــــــو
ږودږوب په کاکړانــــو
پــه خنــــدادي وصالـــــــــي ږو پــه ژړادي بریالـــــــي ږو
پــــــه دادواړومـــــي قسم دی خپلـــــه یاره
کــــه ترمرګه ستالــــه مینــي ســــــم بیزاره
ارواښاد مولانا عبدالغفار بریالی