کور / شعر / حالات

حالات

په مونږه څومره چه وختونه تیر شول
هومره عبث میاشتی، کلونه تیر شول
دا به تقدیر وه که مو خپله ګناه
 په ژوند مو څومره کړاونه تیر شول؟
خلک ښه ژوند ته ترکیهانه لاړل
ز موږعبث ټول فرصتونه تیر شول
دغه حالاتو په موږ څه ونکړل
زموږ روزګارکی ټول غمونه تیر شول
یوه لحظه ارام مو ونه لیدو
څه ناکراره مو فکرونه تیر شول
خپلو مینځو کی جنګوی افغانان
څومره وحشت څومره ظلمونه تیر شول
ګډ شوه په ډول د اجنبی رنګ په رنګ
څه بی وقاره  حیثیتونه تیر شول
هسکه شمله مو دنیکو شوه ټیټه
د پردو رسم   او رواجو نه تیر شول
دا بی فرهنګه د فرهنګ تر نامه
زموږ د کلتور  اود دودو نه تیر شول
د ا د تاریخ او افغانیت  دښمنان
دوی  مو  لسټوڼی  کی مارونه تیر شول
افغانی نه رسی منزل ته هغوی
چه د وطن او ولسو نه تیر شول