کور / تازه خبرونه / په كوټې كې دامن مشاعره وشوه

په كوټې كې دامن مشاعره وشوه

تيره شپه د سويلي پښتونخوا دكوټې په ښاردثقافت ادارې په تالار كې  د پښتو ادبي غورځنګ له خوا د امن تر سرليك لاندې يوه ستره مشاعره ترسره شوه چې په كې د سويلي پښتونخوا ، پېښور .  اسلام اباد ، كراچۍ ، كندهار ، زابل ، او كابل يو شمېر ليكوالانو او شاعرانو برخه اخيستې وه .

د مشاعرې مشري د سهيلي پښتونخوا د بوري (لورلايي) سيمې وتلي فرهنګي شخصيت سيد خير محمد عارف په غاړه درلوده او ورسره په خوا كې د درانه مېلمه په توګه د اسلام اباد څخه راغلي ليكوال  دامن شاعر علي اكبر سيال ناست وو . چې سعيد گوهر ، مقدس خان معصوم ، افضل شوق ، عمرګل عسكر ، سرور شمال ، ساګر تنقيدي، ميرويس افغان او سعيدزابلى هم په سټيج باندې د مېلمنو په توګه ناست وو .

د مشاعرې په پيل كې د مشاعرې د ګډونوالو له خوا د سپينو كوترو په الوزلو سره په لراوبر پښتونستان كې د امن اظهار وشو .

د مشاعرې د وياندويي چارې نعيم ازاد او له كابل څخه راغلي ميلمه هارون حاكيمي په غاړه لرلې . او په دې مشاعره كې شاوخوا شپږ  سوه تنو  برخه اخيستې وه . .

مشاعره د ماسپښين په دريو بجو پيل او د شپې په لس بجې پاى ته ورسېده .

د مشاعرې په پاى كې د مشاعرې  دروند ميلمه او دامن شاعر علي اكبر سيال دامن په اړه خپله درنه وينا واوروله او ورپسې يې دوه نظمونه چې لرواوبر پښتنو ته يې دخپلو درنو اسلافو او ملي يوالي لپاره په كې يادو شوې وه واورول ورپسې دغونډې دروند مشر سيد خير محمد عارف په خپله وينا كې وويل چې پښتونو ليكوالان او شاعران بايد د سيمې ترينګلو حالاتو ته په كتنه سره نور په په خپلو غزلو او شعرونو كې د خالونو او زلفو تر څنګ په سيمه كې د امن د ټينګښت پيغام تر خپل اولس او نړيوالو پورې ورسوي .

او هر وخت دي د پښتو ادبي غروڅنګ په څېر د دغه ډول مشاعرو او سمينارونو لړئ پسې وغزوي .

همدارنګه د مشاعرې كوربه صادق ژړك د مشاعرې په روستيو شېبو كې د مشاعرې له ټولو ګډونوالو څخه په مننه سره مشاعره پاى ته ورسوله .