کور / z_buitenland_news -- 5 / په عراق كې پر زندان توغندى ولوېد

په عراق كې پر زندان توغندى ولوېد

نړيوالې خبرې سرچېنې د عراقي پوليسو له خولې ليکي چې تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت په زندان کې د هاوان مرمۍ د لګيدو له امله لږ تر لږه اووه تنه بنديان مړه او 23 نور ټپيان شول.



د پوليسو په وينا د هاوان مرمۍ د زندان پر هغو څو کوټو لګېدلي چې پکښې د ترهګرۍ سره د تړاو او نور مجرمين له قانون څخه د سرغړاوي په تور تورن کسان بنديان وو.