غزل
كه در تلل دي تر محله هم اسان دي څه نا څه
چار چاپېره دي پر كلي غمازان دي څه نا څه
د حسن ميكدې ته دي خمار د مستۍ راغلم
ګوندي هېره مي دنيا سي ډك خمان دي څه ناڅه
د مخ سپيني جلوې ته دي هزار تشنګان ګرځي
دې رڼا ته وزر سوي پتنګان دي څه نا څه
د وصل په اميد دي پر اغزيو خوب جنت دى
ددې ميو خيال وژلي هم رندان دي څه نا څه
د ميني تر آسمان دي تر عالم لمبې ختلي
سلطانان دي په دربار كي غلامان دي څه ناڅه
فراق دي ليوني كړه چي تر نام دي سپېلني دي
خو جانانه تا وژلي شيدايان دي څه نه څه
نصيبه حساب وركه چي هجران درخبر نه سي
د هغه يار وربللي رويباران دي څه نا څه
مونږه! »