مونږه!

د لراوبر اداره | جنوري 1st, 2009


مونږه خوړلي دي څپېړې په مخ
مونږه د ډېرو ناکردو بچي  يوو
زموږ د کلي څراغونه مړه دي
مونږه د تورو تورو شپو بچي يوو
زموږ له شونډو  نه خندا ورکه ده
مونږه د اوښکو د لېمو بچي يوو
تالاوالا شول زموږ سره ګلونه
زمونږه د ژېړو خزانو بچي يوو
زموږ هويت د ورکېدلو نه دی
مونږ دمومندو درانو بچي يوو
زموږ کاروان په بېرته تللو نه دی
موږ د شملې موږ د پښتو بچي يوو

Copyright Larawbar 2007-2024