غزل
يو څو يادونه په سينه پراته دي
پر زړه مې غرونه همېشه پراته دي
زما غمونه انتها نه لري
دژوند زخمونه دي تازه پراته دي
خيال مې د ستا تصور ټينګ نيولی
دواړه په خوب يوه شېبه پراته دي
جفا دې دومره سوځولی يم چې
سکاره مې زړه کې سره لمبه پراته دي
تا پسې ګرځي ميخانې لټوي
لېوني ګوره په سجده پراته دي