كوټه : دكاكاجي صنوبرحسېن مومند د ۴۶م تلين په وياړ سيمينار !
خان زمان کاکړ
د پښتوژبي د نومياتي مجلې ’’ ليكوال ’’ د كوټي څانګي د لوي مبارز ،فرهنګي او سياسي شخصيت كاكاجي صنوبرحسېن مومند د ۴۶م تلين په وياړد يوه ورځني سيمينار جوړولو تابيا كړېده .
دغه يوه ورځنى سيمينار به د جنورۍ پر دريمه نېټه ماسپښين دوې بجې د كوټي د مطبوعاتي مركز په خان شهيد تالار كي تر سره كيږي .
د ليكوال مجلې د كوټي استازي نظرمحمد بړېڅي لراوبر ويب پاڼي ته وويل چې ياد سوى سيمينار يا څېړنغونډه به پر ټاكلي وخت پيل كيږي چي په جريان كې به يې بېلابېل پوهان او د قلم خاوندان د ارواښا د كاكاجي صنوبرحسېن مومند پر ژوند او خدمت رڼا اچوي .
د هغه په وينا دوي د ژوند له هري څانګې سره اړه لرونكو كسانو ته بلنه وركړې تر څو په خپل ګډون دغه يوه ورځنۍ څېړنغونډه لا ښكلوې او درنه كړي .
بوريوال كاكــړ