كركه او نفرت د بدمرغيو مور ده
شك نه شته چې په انساني ژوند كې د ستونزو په وجود راتلل يوه طبعي او لازمي خبره ده خو ستونزو ته د ځان تسليمول بيا داسې مانا لري لكه چې انسان له مرګه مخكې پښې غځوي،كه انساني ژوند د يو كاروان سره مشابه كړو نو كاروان منزل ته د رسيدو په لار كې له ډول ډول ستونزو او مشكلاتو سره لاس او ګريوان كيږي،خو په كاروان كې موجود خلك كه د كلك هوډ څښتنان وي نو په ډېر ژور فكر او تفكر سره ستونزو ته ماتې وركوي او بالاخره د كاروان پر وړاندې شته ټولې ستونزې د مجادلې او مقابلې له لارې له منځه وړي خو هغه څوك چې په ډېرې اسانۍ سره د هرې ستونزې پر وړاندې ځان مات بولي نو طبعي ده چې د ژوند په اوږددو كې به پرې ستونزې او مشكلات واكمن وي.
ځيني وختونه ستونزې او اختلافات طبعي وي خو ځيني وختونه بيا انسان هڅه كوي چې ستونزې او مشكلات په مصنوعي شكل په وجود راوړي او د چا خبره ستونزې ځان ته په پيسو اخلي،دا يو روڼ حقيقت دى چې ژوند له اختلافاتو خالي نه دى،تر كومې چې د انسانانو ګټې يو له بل سره موازي رواني وي نو كوم ډول اختلاف په وجود نه راځي خو كله چې د انسانانو ګټې سره په ټكر كې شي نو پرته له شكه چې انسانان د اختلافاتو پر اسپه سپاريږي او هڅه كوي چې په هر شكل چې شوني وي خپلې ګټې خوندي كړي،دلته ده چې يو انسان د بل انسان په مقابل كې د كركې او نفرت سنګر نيسي او بلاخره د انسانانو ترمنځ يو د بل په مقابل كې د منفي دريځ د غوره كولو روحيه پياوړي كيږي،همدا د انسان يا انسانانو په مقابل كې د منفي دريځ درلودل د كركې او نفرت پيژند دى.
ددې تر څنګ چې د انسانانو ترمنځ اختلافات ددې لامل ګرځي چې يو د بل پر وړاندې د كركې او نفرت سنګر ونيسي يو بل عمده لامل د كركې د پيداكيدو له پاره په ټولنه كې د ناپوهۍ شتون دى يانې كه يو يو انسان ناپوهه وي نو طبعي ده چې هغه د فكر پخوالى نه لري د هرې كړنې او ستونزې پر وړاندې به د احساساتو په اساس پرېكړه كوي او بالاخره به له يوې كوچنۍ ستونزې لويه ستونزه جوړوي،كه انسان عالم شي نو طبعي ده چې فكر او عقل يې پخوالى پيدا كوي نو تل به هڅه كوي چې د هرې ستونزې پر وړاندې د عقل او فكر ځواكمن ځواكونه په كار واچوي او هرې ستونزې ته د دعقل او فكر په رنګين قاموس كې د حل لار پيدا كړي.
همدا ډول يو بل شى چې كركې او نفرت ته پراخوالى وركوي هغه د بېلا بېلو ايډيالوژيو پالل دي شك نه شته چې انسانان په ټولنه كې د يو ډول ايډيالوژۍ څښتنان نه دي همدا د بېلا بېلو ايډيالوژيو له پاره كار كول ددې لامل ګرځي چې انسانان يو له بل څخه كركه او نفرت ولري د پوهانو په نظر ايډيالوژي د كركې او نفرت مور بلل شوي نو لازم دادي چې د نورو ايډيالوژيو د پاللو پر ځاى يوازې او يوازې د ملي يوالي ايډيالوژي وپالل شي تر څو هر ډول كركه او كينه له منځ يوسي.
ځيني وختونه داسې هم كيږي چې يو پر بل باندې بدګوماني هم دې ته زمينه برابره كړي چې د كركې او نفرت اورونه وشيندي،مخكې له دې چې يو څوك په يو چا بد ګومانه شي ښه به دا وي چې لومړۍ د حقيقت د موندنې په هڅه كې شي،په انساني ټولنه كې په ځانګړي ډول زمونږ په ټولنه كې ډېر ځله مونږ د يو دريم كس په خبرو له يو نږدې دوست او ملګري څخه كركه او نفرت پيلوو،نو ښه به دا وي چې اول له هغې چا سره چې مونږ يې پر وړاندې بدګومانه شوي يو له نږدې خبري وكړو هغه ناسم پوهوى چې زمونږ په منځ كې پيدا شوى له منځه يوسو او پرېنږدو چې كركه او نفرت له مونږ د مينې او عاطفې ډك چاپيريال واخلي،تر كومې به مونږ يو له بل څخه كركه لرو،تر كومې به مونږ د عقل او فكر پر ځاى پر احساساتو پرېكړې كاوو او تر كومې به مونږ يو پر بل باندې د بدګومانۍ پر اساس د كركې او نفرت د بدمرغې بلا د خولې خوراك ګرځو،يو ځل بيا وايم چې راځئ چې د كركې او نفرت پر ځاى يو بل ته مينه او عاطفه وركړو او هڅه وكړو چې د عقل او فكر په ځواك د كركې او نفرت موجوده بلا ووژنو.