کور / شعر / غزل

غزل

 ساقی مهربانه جام زر زر راکړه
 هيله کوم نن يی سر په سر راکړه


 جنګ دی ميګدی به ځکه ؤ سوزی
 ځکه يی په سر د مازيګر راکړه


 مستي دا سپيڅلی د انګور اوبه
 داسی پيماني راته اکسر راکړه


 نه دی اباسين ملنګ د سرو زرو
 موږ ته څو ياران لکه جوهر راکړه


 


د تيريدات بادشاه ياد


ږيره ور يو  ستر واکمن ؤ      کشر ورور د سترارڅک دا
تيريدات د تاريخ ستوري    سترارڅک جنګ کی ټپیشو


             يو دوه مياشتی پس وفات شو
              غمازان    شو      ټول  خبر
پنځکسيزه جرګه ؤ شوه     دود دستور دغه سيمې


                تيريدات شاه د زمان شو
                 احوال راوړ شو دربار ته
                 ديخوا هاخوا هيوادو کی
پرثيانا زموږ اورشو کی         ځنې لوي واړه ښارونه


                 کالنيکس بادشاه نيولی
               ښه سپاه ده غښتل شوی
يونانيان زموږ د سيمې         دا لنډپاره داؤسان ټول


                د دښمن لښکر ملګري
تيريدات لښکر شاکوچ کړ         د ساکانو سيمو پورې
غمازانو     دربار   ؤنيو             کالنيکس غږوکه وکړه
                  په دربار کی خپل سړو ته
                  زه د ټول جهان بادشاه يم
پرثيانا زما په لاس کی           زما امرونه به منل شی
               زما د زور لښکر اوس نشته
يو لوی جشن به جوړيږی      پرثيانا   په   دا   نيولو
               د دښمن   پر   تښتيدلو
تيريدات لښکر تيار کړ           د ساکځيو غازيان راغله
                لښکر جوړسم منظم شو
پرثيانا   غرونه   رغونه           لوړې زوړې او ځنګلونه
سترارڅک  د   برکته           تيردات ګام  پر ګام کړی
تيردات په ښار بريد وکړ        اساسی ډګر د جنګ دا
               ورځی شپې دی د جشنونو
کالنيکس غوږونه بوڅ شو      او په زړه يئ تراره شوه
تيريدات حملې وسي کړی    لوی ښارونه هره خوا
په ميړانه  فتحۀ کيږي       د کالنيکس سپاه ورو ورو
ژوبل کيږی پر شا کيږی      په کالنيکس سيمه تورتم
په شا تيښتيته مجبوره    ماته يئ وخوړه په جنګ کی
تيريدات پرثياکړه لاندی     په ښه شان تورې ميړانی
              لاڅو مياشتی تيری نه وی
 ډير ښاونه معبدونه            تيريدات بادشاه اباد کړ
لوی ويلې او کانالونه         جوړه وي پر هره خوا
             لوی دربار ته احوال راغی
          د کالنيکس بادشاه د خوا نه
            ستا پر خوا مي بيا همله ده
د کالنيکس خوله مزه شوی     بيايئ نيت د همليکړی
تيريدات جنګيان تيار کړ         توره زغره بيا تر ملا شوه
د بګۍ د پاسه ودريد          د سيالۍ ميدان ته ولاړ
يوه ورځ دوه جګړه وشوه     کالنيکس ئ ژوندی ؤنيو
             يو څو مياشتی په زندان کی
د دجلې د سند نه پوری      بادشاهی د تيريدات شوه
کالنيکس بادشاه ازاد شو     بيا يوه غټه بادشاهي
تيريدات ډالۍ کی ورکړه      دغه خوا به سا تل کيږی


              په  ښه  شان  به  پالل کيږي