کور / تازه خبرونه / ډېره اسماعيل خان کې ځان مرګې حمله /٣٢ کسان مړه او ژوبل

ډېره اسماعيل خان کې ځان مرګې حمله /٣٢ کسان مړه او ژوبل

  ديکشنبې په ماښام جنوبي وزيرستان ته نږدې په ډېره اسماعيل خان ښار کې  ديوې ځان مرګې حملې په ترڅ کې اوه کسان ووژل شول او ٢٥ نور ژوبل شول .دا حمله دګرنيټ د چاودنې په تعقيب هغه مهال وشوه چې خبريالان او د پوليسو مامورين د جزياتو د را غونډولو په حال کې و .په دې حمله کې د پوليسو څلور سرتيري وژل شوي او  شپاړس نور ژوبل شوي هم دي ، هم دا راز د دوو ځايي خبريالانو د مړينې خبر هم ورکړل شوى دى .

 

ډېره اسماعيل خان د محرم په ورځو کې د شيعه او سني مسلمانانو تر منځ د جنګونو ګواهي ورکوي خو اوسنۍ حمله د پوليسو په وينا د مذ هبي توپير پالنې هڅه نه معلوميږي ، ځکه چې د حملې په وخت کې کومه  ماتمي  غونډه په سيمه کې نه وه روانه .