کور / تازه خبرونه / نن سهار دپاکستان لوى ښارونه يوې پياوړې زلزلې بيا ولړزول

نن سهار دپاکستان لوى ښارونه يوې پياوړې زلزلې بيا ولړزول

    نن سهار دپاکستان په وخت په ٤:١٣ بجو يوې سختې زلزلې ددغه هيواد لوى ښارونه ولړزول .دزلزلې ټکان ډاروونکى او پياوړى معلوميده . د زلزله پوهنې اداره ددې زلزلې کچه شپږ درجې ښايي.دا په تيرو دوو ورځو کې دوهمه زلزله ده چې  له نيمې شپې وروسته ترسره کيږي او خلک له خواږه خوبه راپاڅوي .دنن سهار د شوې زلزلې د تلفاتو راپور نه دى خپور شوى خو دتيرې ورځې د زلزلې له امله د پېښور جناح روغتون ته پنځه ټپيان رسول شوي وو ،داکسان د زلزلې پر مهال چې برېښنا هم نه وه د منډو ترړو پر مهال ټپيان شوي وو .دپاکستان د زلزله پوهنې اداره وايي په راتلونکو ورځو کې به د پاکستان شمالې برخې بيا هم د زلزلو د ټکانونو شاهدانې وي .