ورځپاڼو ته کتنه
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په سیمه او افغانستان کې بیلابیلو سیاسي اجراعاتو او بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې دا هرڅه په افغانستان کې د وضعې د بدلون لپاره روان دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل کې د ځینو غیر معیاري روغتونونو د تړلو لپاره د عامې روغتیا وزارت په وروستي اقدام تبصره کړې او پدې ترڅ کې په هغو چارواکو انتقاد کړې چې ددې کار مخه نیسي.
په ورځپاڼه کې د پارلماني چارو د نوي وزیر په حواله لیکل شویدي چې د افغانستان د جوړولو لپاره باید له قومي، ډله ایزو او شخصي ګټو نه تیر شو.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او ناټو په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې او د پاکستاني پوځ د نویو ژمنو پایلې يې څیړلې دي.
په ورځپاڼه کې د کابل د هوا د ککړتیا په اړه د افغان حکومت اندیښنه هم راغستل شوې او د ولس مشر کرزي په حواله لیکل شوي د ککړتیا د مخنیوي لپاره باید فوري تدابیر ونیولې شي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې په کابل کې د روسیې د سفیر په حواله لیکلي دي چې لویدیځ ته پکار دي چې افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو پر ځاې افغان ځواکونه پیاوړې کړي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د ناټو د ځواکونو د مرستیال قومندان په حواله لیکلي دي چې د کابل د کلابند کولو لپاره د طالبانو هم غږې هڅې نه لیدلې کیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد اوسنۍ وضع څیړلې او پوښتنه يې کړې چې روان حالت د چا په ګټه دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون د مشرې دا غوښتنه راغستې چې ویلي دي د ولسي وکړو د مرګ ژوبلې مخه باید ونیولې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان پاکستان او ناټو ترمنځ په درې اړخیزې غونډې تبصره کړې چې د جمعې په ورځ په کابل کې جوړه شوې وه.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې دا غونډې د هیڅ درد دوا نشي کیدلې او پکار ده چې د شتو ستونزو اصلي عوامل ولټولې شي.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې لیکلي دي چې استرلیا د ګوانټانامو د بندیانو د منلو لپاره د امریکا غوښتنه رد کړې ده.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه په یو مطلب کې دا مسله څیړلې چې د افغانستان د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې به د امریکا ملاتړ له کوم کاندید سره وي.
ورخپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو د مرستیال قومندان په حواله لیکلي دي چې د افغانستان د ملي اردو په اړه خپریدونکې انځور ناسم دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د عامه خلکو د مرګ ژوبلاې مسله راغستې خو پوښتلي دي چې دا حالت به تر کومه دوام وکړي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستاو او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې هم د کابل د هوا د ککړتیا په اړه شتو اندیښنو ته کتنه کړې او لیکلي دي چې ککړه هوا د کابل ښاریانو روغتیا ګواښوي
خو اصلاح بیا د القاعده د شبکې په فعالیتونو تبصره کړې او پوښتلي دي چې دا شبکه د څه او چا لپاره جنګیږي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د اداري فساد په اړه په یو مطلب کې د حکومتي پوسټونو د خرڅ لاو مسله راغستې او لیکلي دي چې پدې هیواد کې هرڅه د خرڅ وړ دي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د جمهوري ریاست راتلونکو انتخاباتو ته کتنه کړې او پدې ترڅ کې د سیاسي ګوندونو د غیابت مسله څیړلې ده.
ورخپاڼې دا هم لیکلي دي چې ۲۰۰۹ میلادي کال به د طالبانو لپاره ناوړه پایلې له ځانه سره ولري.