د افغانستان کرکټ لوبډلې د لاهور لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

34 | جنوري 6th, 2009



د افغانستان د کرکټ اتله لوبډله چې دا مهال د پاکستان د لاهور په ښار کې د ارجنټاین سیالیو ته په تیاریو بوخته ده د دوستانه لوبو په ترڅ کې یې نن د لاهور مشهور کرکټ کلب ته ماتې ورکړه. لومړی د لاهور لوبډلې بېټېنګ وکړ چې د پاکستان اوپنر یا تکړه بېټسمین عمران نذیر هم پکې لوبېده د افغانستان اتلو بالرانو په څلویښتو اوورنو کې ټول په ۱۴۹ منډو وسوځول. بیا د افغانستان روزونکي یا کوچ دا هدف ۲۲۰ افغان لوبډلې ته وټاکه چې د افغانستان له لوري دا هدف پوره شو او لوبه یې په څلورو ویکټو وګټله. د افغانستان د بالرانو له ډلې احمدشاه احمدي نن بیا ښه وځلېد، احمدشاه احمدي ۴ ویکېټې واخېستې د افغانستان تېز بالر او تکړه لوبغاړی دولت احمدزي بیا د مخالف لوري دوه لوبغاړي وسوځول دا ډول سمیع الله شینواري هم دوه لوبغاړي وسوځول. د افغانستان له لوري توپ وهونکو هم ښه لوبه وکړه، کریم خان صادق تر ټولو بیا زیاتې منډی وکړی هغه ۴۳ منډی ترسره کړې، کپټان نوروز منګل ۲۲ منډی وکړې، شفیق الله شفیق ۳۰ منډی ، احمدشاه احمدي ۳۹ او اتل ستوري ریس احمدزي ۲۳ منډی وکړې. اتل ستوري ریس احمدزي لر او بر ویبپاڼې ته د ټیلیفون په کرښه وویل چې دا لوبه یې له ډېر مهم لوري سره ترسره کړه هغه وویل په مخالف لوري کې د پاکستان د ملي لوبډلې تکړه بېټسمین عمران نذیر هم وو. د افغانستان د کرکټ لوبډلې د ملا تیر حمید حسن نن بیا په لوبه کې ونه لوبېد حمید حسن لا هم روغ ندی د کرکټ مینه وال حمید حسن ته دوعاوې کوي تر څو د ارجنټاین لوبو ته تیار شي. د افغانستان د کرکټ اتل ستوري هستي ګل عابد لر او بر ویبپاڼې ته وویل چې لوبډله له ښه تیاریو برخمنه ده هغه هیله وښوده چې د ارجنټاین سیالیو ته به ښه تیاری ونیسي. دا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لاهور کې دوهمه بریا ده چې په دوستانه سیالیو کې یې ترلاسه کوي.

Copyright Larawbar 2007-2024