کور / تازه خبرونه / اصف علی زرداری کابل ته ورسید

اصف علی زرداری کابل ته ورسید

 دپاكستان ولسمشر اصف علي زرداري نن په يوه رسمي سفر كابل ته ورسيد ، ټاكل شوي چې نوموړي به خپل يوه ورځني سفركې دولسمشر كرزي ،او يو شمير نورو دولتي چارواكو سره وگوري ، كه څه هم زرداري نيت كړي ووچې پخوا كابل ته لاړ شي خو دځينو لاملو نه له امله نه يې سفر تر ننه ځنډيدلي وو  


پاکستان، بینظیر کے بعد


زرداري په داسي حال كې افغانستان ته سفر كړي چې هند يو ځل بيا پر پاكستان تور لگولي چي دهند سره په پراخ مټ دممبئ دپيښئ په موضوع كې همكاري نه كوي ، دهند لمړئ وزير من مو هن سنگ نن  په نوى ډهلي كې يوې خبري غونډي ته وويل چې دممبئ دپيښي تر شاه په پاكستان كې دميشتي لشكر طيبه  لاس دي ،نوموړي دگواښ په ډول يادونه وكړه چې كه پاكستان اوس هم ددوي سره مرسته ونكړي او هغه كسان چې دممبئ دپيښي عاملين دي دوي ته ونه سپاري دپاكستان سره به يي اړيكي نوري هم ترينگلي شي 


ياده دې وي چې دا افغانستان ته دزرداري لمړئ سفر دي